تېرې دوه اوونۍ په هېواد كې ځاى- ځاى چاودنو د ګڼ شمېر بې ګناه ملكي وګړو وينې تويې كړې او داسې شكونه يې راپورته كړل چې د افغان حكومت مخالفان شايد له دې وروسته د ملكي تلفاتو په رامنځته كولو ډېره تكيه وكړي. د راپورونو له مخې د تېرو دوو اوونيو په ترڅ كې د غويي په ۲۵مه ننګرهار كې
تېرې دوه اوونۍ په هېواد كې ځاى- ځاى چاودنو د ګڼ شمېر بې ګناه ملكي وګړو وينې تويې كړې او داسې شكونه يې راپورته كړل چې د افغان حكومت مخالفان شايد له دې وروسته د ملكي تلفاتو په رامنځته كولو ډېره تكيه وكړي.
د راپورونو له مخې د تېرو دوو اوونيو په ترڅ كې د غويي په ۲۵مه ننګرهار كې د شېرزي لوبغالي مخې ته چاودنې دوه تنه پوليس ووژل، خو نږدې ۱۱ تنه ښوونځي ته روان ماشومان يې هم ټپيان كړل، ورپسې د غويي په ۲۶مه د كابل- شاه شهيد سيمه كې ځانمرګي بريد د دوو امريكايي سرتېرو او څلورو افغان قرارداديانو په شمول ۱۵ تنه ملکي ووژل او نږدې ۴۲ تنه نور ملكيان یې ټپیان کړل چې پړه يې د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې واخسته.
په همدغه ورځ د پكتيكا سروبي ولسوالۍ كې هم ځانمرګي بريد يو تن دوكاندار وواژه او په سيمه كې د پراختيايي شورا د مشر تر څنګ يې ۷تنه نور ملكيان ټپيان كړل.
د غويي ۲۷مه هم قراره ورځ نه وه او د كندهار په عينو مېنه كې د مېلې په ځاى كې دوه غبرګو چاودنو ۹ تنه ملكي وګړي ووژل او د ۱۱ پوليسو په ګډون يې ۷۰ ملكيان او ماشومان سخت ټپيان كړل.
د دې پېښې په سبا د خوست ښار په سبزۍ منډيي كې هم د سرحدي پوليسو په موټرو چاودنه كې يو تن سرحدي پوليس او لس تنه نور ملكي وګړي سخت ټپيان شول، دغه راز په همدغه نېټه د پكتيكا، يحيى خېلو ولسوالۍ په سره دېوال سيمه كې د سړك غاړې ماين يو تن وواژه او د يوې ښځې او دريو ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملكي وګړي يې ټپيان كړل، خو د غويي په ۳۰مه د بغلان د ولايتي شورا پر دفتر ځانمرګي بريد بيا د دولتي مامورينو په ګډون ۱۱تنه مړه او ۱۳ نور سخت ټپيان كړل.
د چارو شنونكي د روانو پېښو د زياتېدو په ترڅ كې د ملكي تلفاتو ډېروالي ته په اشاره وايي چې په دې وروستيو كې ولس د پاكستان پر ضد سخت لاريونونه وكړل او شايد همدا وجه وي چې پاكستان له افغان ولس څخه غچ واخلي، سياسي مقاله ليكونكى عارف الله حقپرست همدا خبره كوي او زياتوي، پاكستان ته د افغانانو وروستي احساسات په همغو شېبو كې هم د منلو وړ نه وو، خو په دغه هېواد كې د روانو ټاكنو له كبله غلى پاتې شول: (( د ګوشتې د بريد غچ پاكستان اوس له دې لارې د طالبانو پر مټ له ولس نه اخلي، زه سل په سلو كې وايم چې په دې پېښو كې به د پاكستان حتما لاس وي او دا د پاكستان د جګړې يو نوى تاكتيك بللى ش,.))
د چارو شنونكى رضوان الله بشرمل بيا وايي، داسې نه ده چې په چاودنو كې ملكي تلفات اوس زيات شوي دي، بلكې په خبره يې د وسله والو دا تاكتيك ډېر پخوانى دى: (( اوس فقط بريدونو زياتوالى پيدا كړى، ګنې وسله والې ډلې د ولس د مرګ ژوبلې پروا نه كوي.))
نوموړى په وروستيو درنو پېښو كې د پاكستان لاس لرل نه ردوي او وايي: (( طالبان او حزب اسلامي له پخوا نه د پاكستان په ګټه ګام اخلي، دا اوس توده جګړه يې هم د ګوشتې د بريدونو كسات اخستو لپاره روانه كړې ده، تر څو افغان ولس ته هم خپل زور وښيي.))
د علومو اكاډمۍ غړى څېړنوال اكبر پولاد بيا په دې نظر دى چې له كومې ورځې جمهوررئيس كرزي هند ته د سفر تابيا نيولې او ويلي يې دي چې د دفاعي مرستو په اړه به د ياد هېواد له چارواكو سره وغږيږي، نو پاكستاني استخباراتو دا موضوع ډېره جدي، نېولې، خو دا چې تر اوسه د دې هېواد نوى رسمي حكومت نه دى اعلان شوى، اى اس اى هم د ملكي تلفاتو اړولو ته اړم شوې ده: (( له هند سره زموږ اړيكې پياوړي كېدل، پاکستان یې د ځان په زیان بولي، دا هېواد به هر ممكن مرسته وكړي چې له هند سره زموږ دفاعي تړونونه وځپي، يا مو ترې راوګرځوي او يا دا ډول درندو پېښو ته زور وركړي.))
مشرانو جرګې هم وروستیو ناکراریو اندېښمنه کړې ده. د غويي د ۲۹ مې په غونډه كې د چاودنو په ترڅ كې د ملكي تلفاتو په اړه يو شمېر وكيلانو وسله وال مخالفان په خاصه توګه د حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ډله سخته ورټله. دوی ویل: دا ډله له یوې خوا د سولې لپاره هڅې کوي او له بلې خوا په خپلو حملو کې ولسي افغانان وژني.
په مشرانو جرګه كې د خلكو استازي هدایت الله رهايي د كابل د شاه شهيد په سيمه كې د حزب اسلامې ډلې ځانمرګي بريد په اړه وویل: (( افغان دولت له ګلبدین حکمتیار سره خبرې کوي، استازي یې راځي د دولت په مېلمستونونو کې له دولت سره خبري کوي؛ خو کله چې له مېلمستونونو رخصت شي، د افغانانو پر ضد ځان وژونکې حملې کوي.)) په مشرانو جرګه كې د سناتورانو بل انتقاد دا و چې د حزب اسلامي ډلې ځیني کسان همدا اوس په مهمو حکومتي پوستونو کې هم کار کوي، خو يو شمېر كسان يې بيا د خلكو په وژنه لاس پورې كوي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي په هېواد کې د وروستیو ځانمرګي بریدونو په اړه وايي چې د زیاتوالي علت یې د پاکستاني مدرسو رخصتېدل دي.
دا وزارت ادعا کوي چې په پاکستان کې د هغه هېواد ټولې مدرسې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو د ترسره کولو لپاره رخصت شوي دي.
د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي دا خبره له خبریالانو سره په یوه ناسته کې کړې. د نوموړي د معلوماتو له مخې په پاکستان کې ټولې هغه مدرسې چې د طالبانو له ځواک سره مرسته كوي، رخصت شوي او له طالبانو څخه يې په هېواد کې په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې کار اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

