ads

شمالي کوريا چين ته ليکلي پيغام استولى

د شمالي کوريا يوه پلاوي د چين له جمهور رئيس “ژي جين پينګ” سره کتلي او هغه ته يې د خپل جمهور رئيس “کيم جونګ اون” له لوري يو ليکلي پيغام هم سپارلي دي. د شمالي کوريا يوه پلاوي د چين له جمهور رئيس “ژي جين پينګ” سره کتلي او هغه ته يې د خپل […]

نویسنده: TKG
4 غبرګولی 1392
شمالي کوريا چين ته ليکلي پيغام استولى

د شمالي کوريا يوه پلاوي د چين له جمهور رئيس “ژي جين پينګ” سره کتلي او هغه ته يې د خپل جمهور رئيس “کيم جونګ اون” له لوري يو ليکلي پيغام هم سپارلي دي.

د شمالي کوريا يوه پلاوي د چين له جمهور رئيس “ژي جين پينګ” سره کتلي او هغه ته يې د خپل جمهور رئيس “کيم جونګ اون” له لوري يو ليکلي پيغام هم سپارلي دي.

د چين دولتي مطبوعاتو پرون ويلي، چې پيکنګ ته د ورغلي هيات مشر ډاډ څرګند کړي؛ چې شمالي کوريا د مثبتو  ګامونو پورته کولو او د مذاکرو له لارې د لانجو حل ته تيار دي.

د چين جمهور رئيس ته د شمالي کوريا د جمهور رييس د استول شوي ليک محتويات نه دي څرګند شوي؛ خو د چين ته د استول شوي هيات مشر “چوي رونګ هاي” ويلي؛ چې په مذاکرو کې دواړه کوريا ګانې، چين، امريکا، جاپان او روسيه شامل دي.

د يادونې وړ ده سره له دې چې د چين حکومت د شمالي کوريا يوازني ستر ملګري ګڼل کيږي؛ خو په وروستيو کې يې سره اړيكې خړې شوي اوچين  پر شمالي کوريا د ملګروملتونو د نويو بنديزونو ملاتړ کړي دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA