د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې اسامه بن لادن په ايبټ اباد کې د پاکستان به مرسته وژل شوى و. بارک اوباما دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د ملي دفاعي پوهنتون کې د وينا پر مهال کړې دي.
د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې اسامه بن لادن په ايبټ اباد کې د پاکستان به مرسته وژل شوى و.
بارک اوباما دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د ملي دفاعي پوهنتون کې د وينا پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې ، چې داسامه بن لادن پر ضد دامريکايي ځانګړو ځواکونو عمليات ساده نه وو، بلکې دا يو ډول ځانګړي عمليات وو، چې مثبتې پايلې يې درلودې.
د اوباما په وينا، د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د اسامه پر ضد د ترسره شويو عملياتو پر مهال د هغه د وژل کيدو ترڅنګ يو شمير ډير مهم اسناد هم په لاس راغلي دي.
نوموړى وايي، چې د اسامه پر ضد دا عمليات په افغانستان کې د ميشتو امريکايي ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي، خو په دې برخه کې دپاکستان حکومت هم ډيره همکاري کړې وه.
د يادونې ده ،چې پاکستان تل انکار کړى چې دوى په ايبټ اباد کې نه د اسامه له شتون څخه خبر وو او نه هم له عملياتو .
د امريکا جمهور رئيس وايي ، چې القاعده په افغانستان او پاکستان کې له ماتې سره مخامخ ده او اوس دغه ترهګريزه ډله پر امريکا د بريدونو پر ځاى د خپل ځان د ساتنې په غم کې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

