هند په ډاګه کړه، چې د لېږد او بدلون په لسيزه کې به له افغان حکومت او خلکو سره يو ځاي ولاړ وي. دغه څرګندونې د هند جمهوررئيس پرناب مکرجي او لومړي وزير منموهن سنګ تېره ورځ په نوي ډيلي کې له جمهوررئيس حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال
هند په ډاګه کړه، چې د لېږد او بدلون په لسيزه کې به له افغان حکومت او خلکو سره يو ځاي ولاړ وي.
دغه څرګندونې د هند جمهوررئيس پرناب مکرجي او لومړي وزير منموهن سنګ تېره ورځ په نوي ډيلي کې له جمهوررئيس حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال وكړې.
جمهوررئيس حامد كرزي تېره ورځ له هندي سوداګرو او يو شمېر نورو خلکو سره تر ليدنو وروسته يې ددغه هېواد جمهوررئيس او لومړي وزير سره جلا جلا رسمي خبرې وکړې.
ددې ليدنې پر مهال د هند جمهوررئيس پرناب مکرجي وويل، هند پر دې وياړي، چې له افغان حكومت او خلکو سره د دغه هېواد د بيارغونې او پرمختګ په برخو کې همکار دى.
نوموړي وويل، هند او افغانستان به په ټولو برخو کې لکه څرنګه، چې د ستراتيژيکو همکاريو په سند کې يادونه شوې، خپلې اړيکې نورې هم پياوړې كړي او په وينا يې، هند غواړي چې د دوه اړخيزې همكارۍ، روزنې او نورو برخو خپله همكاري زياته كړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې له دې ليدنې وروسته افغان جمهوررئيس حامد كرزي د هند له لومړي وزير منموهن سنګ سره هم وليدل او په دوړه اخيزو اړيکو يې ورسره خبرې وکړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


