په ايران کې دوې مخورې څېرې د راتلونکې جون مياشتې د جمهوري رياست ټاکنو له سيالۍ ايستل شوي دي. د ايران دولتي ټلويزيون ويلي، پخوانی جمهوررئيس علي اکبر هاشمي رفسنجاني او اسفنديار رحيم مشايي، چې د تلونکي جمهوررئيس محمود احمدي نژاد
په ايران کې دوې مخورې څېرې د راتلونکې جون مياشتې د جمهوري رياست ټاکنو له سيالۍ ايستل شوي دي.
د ايران دولتي ټلويزيون ويلي، پخوانی جمهوررئيس علي اکبر هاشمي رفسنجاني او اسفنديار رحيم مشايي، چې د تلونکي جمهوررئيس محمود احمدي نژاد نژدې ملګری دی، د ساتونکې شورا له لوري له سيالۍ ايستل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، د ۶۸۶ کسانو له منځه، چې د ممکنو كانديدانو په توګه يې نومليکنه کړې وه، يوازې ۸ تنو ته يې سيالۍ کې د درېدو لار هوراه شوې ده.
ساتونکې شورا د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، ته وفاداره ده.
په هغو اتو تنو کې، چې د مذهب پوهانو او قانون پوهانو ۱۲ کسيزې شورا له لوري منل شوي د ايران د اټومي چارو لوړ پوړی مرکچي سعيد جليلي، د بهرنيو چارو پخوانی وزير علي اکبر ولايتي او د تهران ښاروال محمد باقر قاليباف هم شامل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


