د پينټاګون يوه وياند د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وويل، دې وزارت له کانګريس څخه په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې د افغانستان د جګړې د لګښت لپاره نژدې اتيا مليارد ډالره غوښتي دي.
د پينټاګون يوه وياند د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وويل، دې وزارت له کانګريس څخه په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې د افغانستان د جګړې د لګښت لپاره نژدې اتيا مليارد ډالره غوښتي دي.
د پينټاګون د مطبوعاتي دفتر رئيس جورج ليټل خبريالانو ته وويل، د ۲۰۱۴ مالي کال لپاره د ۷۹ مليارده او څلور سوه ميليون ډالرو غوښتنه د دوشنبې په ورځ وشوه.
دا پيسې په افغانستان کې د پينټاګون د سږکال تر بودجې لږ کمې دي.
د سږ کال لپاره په افغانستان کې د پينټاګون بودجه ۸۷ مليارده او دوه سوه ميليون ډالره ده.
د ۲۰۱۴ مالي کال لپاره د پينټاګون دا نژدې اتيا مليارد ډالره وړانديز شوې پيسې پر هغو ۵۲۶ مليارده او شپږ سوه ميليون ډالره سربېره دي، چې پينټاګون د افغانستان د عملياتو لپاره مخکې لا کانګريس ته د هغو وړانديز لېږلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


