ads

پاکستان د کېمياوي سرې د مخنيوي لپاره اقدامات کړي

يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د هغې سرې د مخنيوي لپاره اقدامات کړي، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پرضد په بمي بريدونو کې کارول کېږي. يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د هغې سرې د مخنيوي لپاره اقدامات کړي، چې […]

نویسنده: TKG
31 غویی 1392

يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د هغې سرې د مخنيوي لپاره اقدامات کړي، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پرضد په بمي بريدونو کې کارول کېږي.

يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د هغې سرې د مخنيوي لپاره اقدامات کړي، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پرضد په بمي بريدونو کې کارول کېږي.

بريد جنرال رابرټ پي والټر پرون په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په دې خبرې وکړې، چې څرنګه د سړک د غاړې بمي بريدونو د مخنيوي لپاره د هغې سرې چاره وکړي، چې په دې ډول چاودنو کې کارول کېږي.

والټر د امريکا د پوځ د چاودېدونکو توكو ضد ادارې مرستيال رئيس دى.

په افغانستان کې اکثره بمي بريدونه په هغو چاودېدونکو موادو کېږي، چې له کېمياوي سرې څخه جوړېږي او له پاکستان څخه راوړل کېږي.

والټر پاکستان په دې وستايه، چې له پولو څخه يې افغانستان ته د كېمياوي سرې د قاچاق د مخنيوي لپاره اقدامات کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA