د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې نن د یوه استنادي دېوال د جوړېدو کار پیل شو، چې د چارواکو په وینا شاوخوا ۲۷ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې یاد دېوال د قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیز خان کڅ په منصور کلي کې جوړېږي، چې ټول ۲۶۰ متره اوږدوالی لري.
د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې نن د یوه استنادي دېوال د جوړېدو کار پیل شو، چې د چارواکو په وینا شاوخوا ۲۷ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې یاد دېوال د قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیز خان کڅ په منصور کلي کې جوړېږي، چې ټول ۲۶۰ متره اوږدوالی لري.
ځواک زياته كړه، د پروژې لګښت څه کم درې سوه زره افغانۍ د کلي د خلکو او پاتې نورې یې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې ورکول کېږي.
د ده په وينا، د دېوال د جوړېدو چارې به په ۳ میاشتو کې بشپړې او تر سلو ډېرې کورنۍ به د سېلابونو له ګواښه وژغوري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه راز به په دې پروژې كې ۴۵۰۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


