ads

جمهور رئيس کرزى نن د هند له لوړ پوړو چارواكو سره ګوري

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د هند له يو شمېر لوړ پوړو چارواكو سره وګوري. جمهور رئيس حامد کرزى د هند د جمهور رئيس په بلنه پرون غرمه په رسمي سفر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته روان شو. ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د هند له […]

نویسنده: TKG
31 غویی 1392
جمهور رئيس کرزى نن د هند له لوړ پوړو چارواكو سره ګوري

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د هند له يو شمېر لوړ پوړو چارواكو سره وګوري. جمهور رئيس حامد کرزى د هند د جمهور رئيس په بلنه پرون غرمه په رسمي سفر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته روان شو.

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د هند له يو شمېر لوړ پوړو چارواكو سره وګوري.

جمهور رئيس حامد کرزى د هند د جمهور رئيس په بلنه پرون غرمه په رسمي سفر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته روان شو.

د جمهوررئيس د وياند د دفتر د معلوماتو له مخې، جمهور رئيس کرزى به نن د هند له جمهور رئيس پرناب موکرجي، لومړي وزير من موهن سنګ او ددغه هېواد له يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

سرچينه زياتوي، چې په دغو کتنو کې به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او د افغانستان د پوځي او ملکي بنسټونو د پياوړتيا او سيمه ييزو او نورو مسايلو په اړه خبرې وشي.

د دغه سفر په لړ كې تېره ورځ جمهوررئيس حامد کرزي ته د هند د “اېل. پي. يو” پوهنتون له خوا د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA