ads

پوځي تمریناتو خلک بې خوبه کړې

د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکې په دغه ولسوالي كې د ولایتې بیارغونې ډلې له لورې د نظامې تطبیقات او تمرینونو څخه په تنګ راغلي او د درېدو غوښتنه يې كوي.     د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکې په دغه ولسوالي كې د ولایتې بیارغونې ډلې له لورې د نظامې تطبیقات او […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1392
پوځي تمریناتو خلک بې خوبه کړې

د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکې په دغه ولسوالي كې د ولایتې بیارغونې ډلې له لورې د نظامې تطبیقات او تمرینونو څخه په تنګ راغلي او د درېدو غوښتنه يې كوي.

 

 

د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکې په دغه ولسوالي كې د ولایتې بیارغونې ډلې له لورې د نظامې تطبیقات او تمرینونو څخه په تنګ راغلي او د درېدو غوښتنه يې كوي.

د دې ولسوالۍ خلک وايي چې له دوو اوونیو راهسي دا تمرينات روان دي او د سیمې اوسېدونکو ته يې ذهنې او روانې اندېښنې پیدا كړې دي.

د دغې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى ۲۳ كلن سلطان محمد خپلواک په خبره، په کندوز کې مېشت بهرنیان د شپې لخوا د خپلو توپونواو ثقلیه  وسلو خولې د چاردرې ولسوالۍ غرونو ور اړوي ډزې کوي: (( موږ یې له درندونو غږونو په تنګ شوي یو.))

سلطان محمد خپلواك زياتوي چې میشت بهرنیان د عام ولس خیال نه ساتي: (( دوى دا فكر نه كوي چې په سیمه کې به ناروغان، ماشومان او یا هم مېرمنې وډارې شي.))

د خپلواک په خبره د (( شپې لخوا د چاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي خوب نه لري، په کومه شپه چې تطبیقات وي، خلک وېښ ناست وي.))

خپلواک زیاتوي، که چیرې د کوم امنیتي دلیل له مخې دغه تطبیقات ترسره کېږي، دوی کولى شي د یاد ولایت د ارګنک دښتې او نورو هغه سیمو ته چې د خلکو د هستوګن ځایونو څخه لرې واقع دي، ولاړ شي.

۴۵ کلن محمد صفر چې د چاردرې ولسوالۍ د سیدانو کلي اوسېدونکى دی بیا وايي چې د توپونو د ډزو له بد حالت سره مخ كړي دي، خو هیڅوک نشته چې له بهرنيانو وپوښتي چې ولې دا ډزې كوئ.

په ورته وخت کې په چاردره کې یو تن ډاکتر چې نه يې غوښتل  نوم يې واخستل شي وویل، د درنو وسلو ډزې او ټول ناوړه او بوږونکې غږونه د انسان په روان او اعصابو بده اغېزه لري، په ځانګړي ډول پر کوچنیانو، ضعیفو او هغو ناروغانو چې دقیت او خپګان لري.

خو د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسینې وايي، که چیرې ځايي خلک دوی ته عارض شي ممکن دوی به يې ستونزه اواره كړي: (( موږ به په دې اړه  د پي ار ټي له مسوولینو سره خبرې وكړو.))

د چاردرې ولسوال زلمى فاروقي هم په چاردره کې د نظامې تطبیقاتو او تمرینونو خبره تائیدوي، خو وايي چې اوسېدونکو تراوسه پورې په کتبي شکل دولت ته مراجعه نه ده کړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA