ads

هند وايي افغانستان ته د وسلو پر وركړې غور كوي

د اوټ لوك په نامه هندي رسنۍ د هند د بهرنيو چارو وزارت د وياند اكبرالدين له خولې ويلي، چې که افغانستان ترې د وسلو غوښتنه وکړي، نو غور به پرې وكړي. د اوټ لوك په نامه هندي رسنۍ د هند د بهرنيو چارو وزارت د وياند اكبرالدين له خولې ويلي، چې که افغانستان ترې […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1392
هند وايي افغانستان ته د وسلو پر وركړې غور كوي

د اوټ لوك په نامه هندي رسنۍ د هند د بهرنيو چارو وزارت د وياند اكبرالدين له خولې ويلي، چې که افغانستان ترې د وسلو غوښتنه وکړي، نو غور به پرې وكړي.

د اوټ لوك په نامه هندي رسنۍ د هند د بهرنيو چارو وزارت د وياند اكبرالدين له خولې ويلي، چې که افغانستان ترې د وسلو غوښتنه وکړي، نو غور به پرې وكړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، اکبر الدين پرون، په نوي ډيلي کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې افغانستان د هندوستان ستراتيژيک ملګرى هېواد دى او دواړه هېوادونه پر مهمو موضوعاتو د ستراتيژيک تړون د ميکانېزم له مخې خبرې کوي او هېواد به يې د پوځي تجهيزاتو په ګډون د افغانستان ځانګړو غوښتنو ته ځواب ووايي.

د جمهور رئيس كرزي وياند اېمل فيضي خبريالانو ته ويلي، ټاكل شوې ده چې جمهوررئيس كرزى د هند د جمهور رئيس په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وكړي او د داوړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر بېلابېلو اړخونو، د افغانستان د پوځي او ملکي بنسټونو د پياوړتيا، د سولې د بهير او د سيمه ييزو مسئلو په اړه له هندي چارواكو سره مذاكرات وكړي.

د يادونې  ده ، چې هندوستان لومړى هېواد و، چې افغانستان ورسره دوه کاله مخکې ستراتيژيک تړون لاسليک کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA