ads

غزني کې د نجونو ښوونځي پرانستل شول

په غزني ولايت كې د هغو لسګونو ښوونځيو له ډلې څخه چې دروازې يې د بېلابېلو علتونو په تېره بيا امنيتي ګواښونو له كبله د زده كوونكو پر مخ تړل شوې وې، څلور ښوونځي چې درې يې د نجونو او يو يې د هلكانو دى، د قومي مشرانو او سپين ږيرو په هڅو بېرته پرانيستل […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1392

په غزني ولايت كې د هغو لسګونو ښوونځيو له ډلې څخه چې دروازې يې د بېلابېلو علتونو په تېره بيا امنيتي ګواښونو له كبله د زده كوونكو پر مخ تړل شوې وې، څلور ښوونځي چې درې يې د نجونو او يو يې د هلكانو دى، د قومي مشرانو او سپين ږيرو په هڅو بېرته پرانيستل شول.

 

 

په غزني ولايت كې د هغو لسګونو ښوونځيو له ډلې څخه چې دروازې يې د بېلابېلو علتونو په تېره بيا امنيتي ګواښونو له كبله د زده كوونكو پر مخ تړل شوې وې، څلور ښوونځي چې درې يې د نجونو او يو يې د هلكانو دى، د قومي مشرانو او سپين ږيرو په هڅو بېرته پرانيستل شول.

د غزني د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي ظهور احمد اصف وايي چې دغه ښوونځي د مركز او دريو ولسواليو رشيدانو، مقر او خواجه عمري اړوند دي او له تېرو اتو كلونو راهيسې د امنيتي ګواښونو له كبله د زده كوونكو پر مخ تړل شوي وو.

نوموړي كليد ته وويل، له تېر يوه كال راهيسې يې له قومي مشرانو او د سيمې له اوسېدونكو سره هڅې روانې وې، ترڅو د مركز او ولسواليو اړوند ځينې ښوونځي په تېره بيا د نجونو ښوونځي چې د امنيتي ګواښونو له كبله تړل شوي وو، بېرته پرانېزي: (( په دغو څلورو ښوونځيو كې يو يې د مركز اړوند د اسفنده د نجونو منځنى ښوونځى دى چې ۴۳۰ تنه زده كوونكې لري او له ۱۳۸۳ كال راهيسې تړلى و، په خواجه عمري ولسوالۍ كې د رابعه بلخي لومړنى ښوونځى دى چې ۱۲۰ تنه زده كوونكې لري او له ۱۳۸۶ كال راهيسې تړلى و،  په مقر ولسوالۍ د نجونو لېسه ده چې ۱۶۵۵ زده كوونكې لري او له ۱۳۸۴ كال راهيسې تړلې وه او همدارنګه په رشيدانو ولسوالۍ كې د نعمانيه ښوونځى دى چې ۲۰۰ زده كوونكي لري او له ۱۳۸۷ لمريز كال راهيسې د زده كوونكو پرمخ تړل شوى و.))

د اصف په وينا، په يادو څلورو ښوونځيو كې ۲۴۰۵ زده كوونكو زده كړې كولې، خو اوس به د نويو زده كوونكو په جذبېدو سره دغه شمېره نوره هم لوړه شي.

د اسفنده د سيمې اوسېدونكى قومي مشر حاجي عبدالعلیم وايي، دوی اوس د علم او زده کړې په ارزښت پوهېدلي او دا يې درك كړې چې نجونې هم بايد زده كړې وكړي، ځكه د ده په وينا، ټولنه ښځينه ډاكټرانو او ښوونكو ته ډېره اړتيا لري او د دې اړتيا د پوره كولو لپاره پكاره ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيستل شي: (( زه له کوره د ښځو او نجونو د وتلو سخت مخالف وم او ښوونځي ته خو مې هېڅ اجازه هم نه وركوله، يوه ورځ مې له رسنيو څخه واورېدل چې په شمال كې کوم ډاکټر پر يوې ناروغې مېرمنې جنسي تېرى كړى، ډېر خواشينى شوم او فكر مې ډېر خراب شو، د كلي د جومات مخې ته مازديګر مهال مې له نورو سپين ږيرو سره په دې اړه خبرې كولې او په همدې خبرو كې مې يو ځل فكر شو چې که هلته ښځینه ډاکټرانې وای، نو داسی یوه بده پېښه به نه وای رامنځته شوې، همالته مې د کلي له نورو سپین ږیرو سره هوډ وکړ چې د كلي د نجونو ښوونځي به په هر قيمت چې وي بېرته فعالوو.))

د عبدالعلیم په وينا، څو ځله یې د نجونو د ښوونځي د بېرته فعالولو لپاره له نورو مشرانو سره يوځاى له وسله والو طالبانو سره خبرې وكړې او بالاخره يې هغوى ته قناعت وركړ چې د نجونو ښوونځى بايد د دوى په كلي كې بېرته فعاله شي: (( طالبانو ته مې وویل، كه ښوونځي ته د نجونو تګ ناروا دى، نو نارينه ډاكټر ته د ښځينه ناروغې وړل څنګه روا كېداى شي، خو هغوى نه منله او ويل يې، كه نجونې درس ووايي غربيانې او بې ستره كېږي، هر څه مو چې وكړل نه يې راسره منله او بالاخره مو ورته په ډاګه وويل چې كه  د نجونو د ښوونځي د فعالونو اجازه رانكړئ، خپله يې فعالوو او د كلي خلك به مو هم پر وړاندې وردېږي، له دې خبرې وروسته وسله والو طالبانو ومنله چې ښوونځى دې فعاله شي.))

قومي مشر حاجي عبدالعلیم وايي، په دې ډېر پښېمانه دى چې خپلې لوڼه يې ښوونځي ته له تګ څخه منع كړې وې، خو په وينا يې، اوس يې خپلې لمسيانې په ښوونځي كې شاملې كړي، ترڅو زده كړې كړي.

د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ د رابعه بلخي ښوونځي د پنځم ټولګي زده كوونكې نرګس د خپل ښوونځي په بېرته فعالېدو ډېره خوشاله ده او وايي چې راتلونكي ته يې يو ځل د هيلو غوټۍ په غوړېدو دي: (( د ښوونځي له تړل كېدو وروسته مې فكر كاوه چې نور به له كوره ونه وځم او د كور په څلورو دېوالونو كې به مې عمر د كورنيو حيواناتو په خدمت كې تېر شي، زه نن هم ډېره خوشاله او هم خفه يم، خفه ځكه يم چې د زده كړې چارې مې شپږ كاله شاته پاتې شوې او خوشاله په دې یم چې بيا هم كولى شم خپلې زده وكړم، هيله منه يم چې عمر به مې د خپلو خويندو او هېوادوالو په خدمت كې تېر شي.))

يوازې نرګس نه، بلكې سلګونه غزني مېشتې نجونې د يادو څلورو ښوونځيو د بېرته فعالېدو هركلى كوي.

په غزني ولايت كې لاهم زرګونه نجونې د خپلو ښوونځيو د بېرته فعالېدو په تمه دي، ترڅو د زده كړې په ترلاسه كولو سره سوكاله او نېكمرغه ژوند ولري.

د غزني د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې،  اوسمهال د دې ولايت په مركز او ولسواليو كې ۳۵ ښوونځي چې ډېرى يې د نجونو دي، د امنيتي ګواښونو له كبله تړلي او د بېرته فعالولو لپاره يې د قومي مشرانو پر مټ هڅې روانې دي.

غزني ۶۵۰ ښوونځي لري او ۳۵۰ زره زده كوونكي په كې پر زده كړو بوخت چې ۴۵ فيصده يې نجونې او پاتې نور يې هلكان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA