یو ځل بیا ایراني زبرځواکونو نهه تنه بېګناه او مظلوم افغانان چې د کار لپاره دغه هېواد ته تلل، ډېر بېرحمانه ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل. د ایراني چارواکو په وینا، دې کسانو قانوني اسناد نه لرل، خو باید ووایو چې وژل بیا د حل یا د مخنیوي لار نه ده. له بلې خوا افغان سرحدي مشران هم
یو ځل بیا ایراني زبرځواکونو نهه تنه بېګناه او مظلوم افغانان چې د کار لپاره دغه هېواد ته تلل، ډېر بېرحمانه ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
د ایراني چارواکو په وینا، دې کسانو قانوني اسناد نه لرل، خو باید ووایو چې وژل بیا د حل یا د مخنیوي لار نه ده. له بلې خوا افغان سرحدي مشران هم په دې چاره کې پړه دي، ځکه که دوی د اسنادو نه لرونكو کسانو مخه نیولې وای او ناغیړي یا بې پروایي يې نه وای کړې، نو د دوی ژوند به له مرګ سره نه مخ کېده.
همدارنګه کوم سیاسي او ویجاړ اقتصادي وضعیت چې په هېواد کې حاکم دی، د دې سبب شوی چې هره ورځ زیات شمېر ځوانان د کار په خاطر ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران ته تر پولې اخوا واوړي.
يو شمېر سناتورانو د ايراني پوله ساتونکو لخوا د نهو تنو افغانانو د وژلو په غبرګون کې له افغان حکومت څخه وغوښتل، ترڅو په دې اړه په جدي ډول لاس په کار شي.
دغه سناتوران زياتوي چې له دې وړاندې هم ايراني پوله ساتونکو د ګاونډيتوب اصولو ته په نه پاملرنې افغانان په نښه کړي دي.
د مشرانو جرګې غړو د ایراني پوله ساتونکو لخوا د فراه ولایت په سرحدي سیمو کې د افغانانو پر وژنې له کلکې نیوکې سره زیاته کړه چې ایران له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب اصولو په تر پښو لاندې کولو سره د هغه کسانو پر وژنې لاس پورې کوي چې دغه هېواد ته د کار موندلو په هدف ځي.
یو شمېر سناتوران ټینګار کوي چې افغان حکومت او ولس باید د ایراني پوله ساتونکو د دې کار پر وړاندې داسې غبرګون وښیې، کوم یې چې د پاکستان د تیري پر وړاندې ښکاره کړ.
له دې وړاندې هم ګڼ شمېر افغانان د بېلا بېلو تورونو پر بنسټ، د ایراني پوځیانو لخوا په دغه هېواد کې وژل شوي دي، خو تر اوسه په ایران کې د افغانانو د وژنې د مخنیوي پر وړاندې کومه مناسبه تګلاره نه ده جوړه شوې.
افغان حکومت تل له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتنه کوي، خو ګاونډي هېوادونه بیا تل زموږ د خلکو د آزار او اذیت په لټه کې دي. یو له دغو ګاونډیو د ایران هېواد دی چې په دې وروستیو کې يې د افغانانو او افغانستان په وړاندې داسې لارې چارې خپلې کړي چې د افغانانو او نړیوالو غبرګونونه یې راپارولي دي. که څه هم د افغانانو په وړاندې د ایرانیانو د چلند په اړه له ډېره وخته نيوكې او شکایتونه موجود دي، خو په وروستیو څو کلونو کې چې ایران کوم اقدامات کړي، په هېواد کې دننه یې د حکومت او عامو خلکو ترمنځ اندېښنې راولاړې کړې دي.
د زرګونو افغانانو د بې محاکمې چارماري کولو او بيا د ايران د سرحدي ځواکونو له خوا د بېوزله مسافرو وژنه او د مړو او ټپيانو په څنګ کې د ايراني سرتېرو وحشيانه خنداګانې، د سلګونو ټانکرونو بندول، له لوړو پوړونو یا اپارتمانونو څخه د افغان کارګرانو لاندې غورځول، د افغان كډوالو له ماشومانو او ځوانانو څخه د زده کړې او تحصیل د حق اخيستل او بالاخره د دوی وژل ټول هغه څه دي چې د کلونو په ترڅ کې د ایراني واکمانونو لخوا پر بېوزله افغانانو تحمیلیږي.
همدارنګه ايران هر كال د ژمي په نږدې كېدو سره افغان كډوالو ته د ایستلو ګواښنه کوي، كه څه هم له خبرو اترو وروسته افغان كډوالو ته د بيا پاتې كېدو چانس کله کله برابرېږي، خو د چارو د شنونكو په وينا، تر ټولو بده یې روحي اغېزه ده چې هر كال افغانان له داسې حالت سره مخ كېږي.
دا ښكاره خبره ده چې په ګاونډيو هېوادونو كې ډېرى كډوال د افغانستان د كليوالو سيمو اوسېدونكي دي او لرې پرتې سيمې د ژمي په را رسېدو سره نورې هم له ستونزو سره مخ كېږي.
بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې دوى د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د دغو کډوالو بېرته راستنېدو ته مېنې جوړې کړي چې هر راستنېدونکی چې کور او کلی نه لري، یوه نومره ځمكه به وركړي. خو ډېرى راستانه شوي كډوال وايي چې دا نومرې آن تر يوه كاله پورې هم د دوى لاس ته نه دي ورغلي.
د پایلې په توګه باید ووایو، دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې مخکې هم راپورونه خپاره شوي چې ایران افغان کډوال په بېلابېلو پلمو وهي، زوروي او آن اعدام کړي یې هم دي چې وروسته یې د افغان کډوالو په خبره مړي هم نه ورکوي او یا هم ورڅخه پیسې غوښتل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

