د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمير کې چارواکي وايي، قرآن ته د سپكاوي په تور يې د لي په نوم يو چينايي تبعه نيولى. ويل كېږي نوموړي کشمېر کې د يوه بند په جوړولو كې په دندې بوخت و.
د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمير کې چارواکي وايي، قرآن ته د سپكاوي په تور يې د لي په نوم يو چينايي تبعه نيولى.
ويل كېږي نوموړي کشمېر کې د يوه بند په جوړولو كې په دندې بوخت و.
بي بي سي دسيميز پوليس چارواكو له قوله ويلي، دغه سړى يې د احتياط له مخې نيولى ځکه د دوى په وينا داسې وېره وه، چې پارېدلي ځايي خلک به يې ووژني.
د کشمير پوليسو مشر د دې قضيې د څېړنې لپاره د چارواکو، سياستوالو، ځايي ديني علماوو او ژورناليستانو يوه ګډه کميټه جوړه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


