په امريکا کې رسنيو رپوټونه ورکړي چې روسيې سوريې ته د بېړيو ضد پرمختللي توغندي استولي دي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د امريکايي چارواکو له خولې چې نومونه يې نه دي څرګند شوي وايي دغه توغندي کېداي شي په راتلونکې کې په سوريه کې د بهرنۍ مداخلې پرضد وکارول شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پرته له دې چې سوريې ته د توغنديو د استولو خبره تاييد کړي ويلي د توغنديو استول له نړيوالو قوانينو سرغړونه نه ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون سره تر ليدنې وروسته يوې خبري غونډې ته وويل د روسيې دريځ د وسلو د ټولو هغو تړونونو په هکله روښانه دى چې وار دمخه يې له سوريې سره کړي او دوى به ورته ژمن وي.
سوريې ته د روسيې له خوا د بېړيو ضد توغنديو د ورکولو موضوع په داسې حال کې راپورته شوې چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارېدو په هکله شواهد او اندېښنې په زياتېدو دي.
امريکا ويلي که په سوريه کې د کيمياوي وسلو استعمال ثابت شي نو دا به د سرې کرښې به مانا وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

