د برما جمهور رئيس تهان سين د امريکا متحده ايالاتو ته په رسمي سفر له روانېدو مخکې تر ۲۴ د ډېرو سياسي زندانيانو سزا بښلې ده.
د جمهور رئيس د دفتر رييس هغه تاثير رد کړ، چې ګواکې د بنديانو له خوشي کولو د سياسي ګټې اخيستنې لپاره کار اخيستل شوي.
د نوموړي په وينا له دې نه د جمهور رئيس د سياسي جوړو جاړي پروسې پر مخ بيولو کلک هوډ څرګنديږي.
جمهور رئيس تهان سين به د دوشنبې په ورځ د متحده ايالتونو له جمهور رئيس بارک اوباما سره وويني.
دا امريکا ته په تېرو ۵۰ کلونو کې د برما د يوه جمهور رئيس لومړنى سفر دي.
د تهان سين له لوري د اصلاحاتو له پيل کولو وروسته امريکا د دغه هېواد خلاف بنديزونه لږ کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

