ads

په كور كې د مشرف د نظربندۍ موده وغځول شوه

د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې پرون د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې او د خلكو ګوند مشرې بې نظير بوټو د قتل په تړاو د پخواني پوځي جمهوررئيس  پروېز مشرف په کور کې د نظر بندۍ موده د مې تر ۲۸ مې د نورو څوارلسو ورځو لپاره وغځوله. د پاکستان د ترهګرۍ ضد […]

نویسنده: TKG
25 غویی 1392

د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې پرون د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزيرې او د خلكو ګوند مشرې بې نظير بوټو د قتل په تړاو د پخواني پوځي جمهوررئيس  پروېز مشرف په کور کې د نظر بندۍ موده د مې تر ۲۸ مې د نورو څوارلسو ورځو لپاره وغځوله.

په راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې پرون همدارنګه د مشرف لپاره د ضمانت غوښتنه هم د مې تر شلمې نېټې پورې وځنډوله.

په پخواني پوځي حاکم تور دى، چې بې نظېرې ته يې پوره امنيت نه و برابر کړى، خو مشرف دا تور رد کړى دى.

بې نظير بوټو د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر مياشت کې په راولپنډۍ کې د ټاكنيز کمپاين پر مهال ووژل شوه.

پر مشرف د قاضيانو د لرې کولو، په ۲۰۰۷ميلادي کال کې د بېړني حالت د اعلانولو او په ۲۰۰۶ کال کې د بلوڅو د قومي مشر اکبر بوګټي د وژلو تورونه هم لګېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA