له کله راهیسې چې د بهرنيو ځواكونو د وتلو خبرې تودې شوې، يو شمېر هغه ژباړونكي چې له بهرنيو ځواكونو سره يې كار كاوه او يا اوس هم ورسره كار كوي، اندېښنه ښيي چې د دوی له وتلو سره جوخت يې ښايي ژوند وګواښل شي.
له کله راهیسې چې د بهرنيو ځواكونو د وتلو خبرې تودې شوې، يو شمېر هغه ژباړونكي چې له بهرنيو ځواكونو سره يې كار كاوه او يا اوس هم ورسره كار كوي، اندېښنه ښيي چې د دوی له وتلو سره جوخت يې ښايي ژوند وګواښل شي.
افغان ژباړونكي وايي، كه چېرې بهرني ځواکونه له وتلو سره سم په خپلو هېوادونو کې دوی ته پناه ورکړي، دوى به په راتلونكي كې له احتمالي ګواښونو ژغورل شوي وي، خو د یو شمېر ژباړونكو له غوښتنې سره سره په برېتانيا او استونيا كې د دوى غوښتنليكونه رد شوي دي.
د كابل ښار يو اوسېدونكي چې له ۱۳۸۸ يې تر ۱۳۹۰ پورې له امريكايي ځواكونو سره په كونړ او نورستان ولايتونو كې د ژباړن په توګه دنده اجرا كړې وايي چې د بهرنیو سرتېرو وتلو د خپل ژوند په اړه اندېښمن کړی دی.
نوموړى وايي، که څه دمګړۍ له امريكايي سرتېرو سره کومه دنده نه لري، خو په خبره یې ټول کلی او کور ورباندې خبر دی چې نوموړى يو وخت له امريكايي سرتېرو سره ژباړن وو: (( که څه مخامخ راته ګواښ نه دی شوی، خو له راتلونکې وېره لرم چې دوی ووځي په موږ به هم ځمکه تنور شي.))
د هرات ولايت اوسېدونكى غلام حضرت هم چې ترجماني کړې ورته اندېښنه لري: (( ځینې خلک اوس هم راته په ښه سترګه نه ګوري، خو له ۲۰۱۴ وروسته ښايي په موږ د جاسوس او د خارجیانو د غلامانو ټاپې ولګېږي، خو موږ اړ يو چې كار وكړو او یوه مړۍ ډوډۍ وګټو.))
د هرات ولایت بل اوسېدونكى، محمود چې له ايټاليالو ځواكونو سره دنده لري وايي: (( زموږ هیله ده چې امنیت خوندي او د سرو مال تضمین مو وشي.))
د خوست ولايت يو تن اوسېدونكي چې پخوا يې له بهرنيو ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کاوه او اوس يې شخصي سوداګريز شرکت جوړ کړى، د نوم د نه خپرېدو په شرط وايي، دی اوس خپل عادي کاروبار کوي، خو له ۲۰۱۴ كال وروسته ښايي له ستونزو سره مخ شي.
نوموړى وايي د ده ځينې هغه ملګري چې اوس هم له بهرنيو ځواکونو سره د ژباړن دنده لري، له امنيتي او اقتصادي پلوه په اندېښنه کې دي.
نوموړى وايي که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو دغه ژباړونكي له امنيتي پلوه د دې ترڅنګ چې له وسله والو څخه خوندي نه دي، بلکې د ځينو شخصي ستونزو له كبله هم ورته د امنيت ډاډ نشته.
نوموړى وايي پر ژباړونكو شک دا دى چې په ځينو شخصي عقدو کې ښکېل دي.
له بل لوري د روان کال په سر کې په كندوز ولايت كې يو شمېر هغو افغان ژباړونكو مظاهره کړې وه چې په تېرو لسو كلونو كې يې له جرمني سرتېرو سره دندې اجرا كړې.
دا ژباړونكي په كندوز كې د ولايتي بيارغونې يا پي ار ټي د دفتر مخې ته راټول شوي وو او ویل یې چې له جرمنيانو سره يې د دندې او قراردادونو نېټې پاى ته رسېدلې او اوس نه شي كولى په خپلو سيمو كې ډاډه ژوند وكړي.
دغو ژباړونكو ویل، اندېښمن دي چې له افغانستان څخه د جرمني ځواكونو له وتلو وروسته به د دوى ژوند له زياتو ستونزو سره مخ او د وسله والو له راز راز ګواښونو سره به لاس او ګريوان شي.
۲۴ كلن نظري چې دغه مظاهره يې هم تنظيم كړى و، کلید ته ویلي وو چې له جرمنيانو سره يې درې كاله دنده ترسره كړې، خو اوس چې په كور ناست دی، نو د نامعلومو کسانو لخوا په مرګ ګواښل كېږي: (( د دندې په وخت نه ډارېدم، خو اوس مې په كندوز كې خپل كور راته زندان دى، هر څوك مې پېژني او هر وخت مې مخالفينو ته په لاس وركولى شي.))
نوموړي زياته كړې، اوس له جرمنيانو څخه غواړي، څو په دغه هېواد كې د دوى د دندې په بدل كې سياسي پناه وركړي: (( كه چېرته سياسي پناه رانه كړي، نو زه به خپل شكايت تر نړيوالو بشري ادارو او ملګرو ملتونو پورې ورسوم.))
د رضوان په نوم بل ژباړن وايي چې څه موده وړاندې ځېنو كسانو د ده تښتولو هڅه هم كړې وه. رضوان وايي له رسنيو سره مرکه کول هم ورته خطر پېښولى شي، خو په خبره يې اوس بله چاره نه لري چې خپل غږ پورته كړي: (( هره شېبه مرګ راته په سر ولاړ ښكاري، نه پوهېږو چې چېرته ولاړ شو.))
بلخوا په کندوز کې د مېشتو جرمني ځواكونو مطبوعاتي مسوول جګړن نېكل ویلي، هغو ژباړونكو ته چې رښتيا هم ګواښونه متوجه وي، داسې پلان په نظر كې نيول شوى چې له مخې يې په انفرادي ډول د سياسي پناه غوښتنليكونه جرمني سرتېرو ته وړاندې كولى شي: (( كه د برحاله ژباړونكو په اړه خبره چېرته رښتيا وي، نو كولى شي چې موږ ته غوښتنليك وسپاري، موږ پرې غور كوو او بيا پرېكړه كوو.))
خو د ده په خبره، د هغو كسانو چې قراردادونه يې پای ته رسېدلي، هغوى دې نورو موسسو كې ځانته كار پيدا كړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د روان كال د غويي په ۱۲ مه، د هغو څلورو تنو ژباړونكو غوښتنليكونه رد شوي چې په برېتانيا او استونيا كې يې د پناه غوښتنه درلوده.
په دې تړاو د بریتانيا او استونيا لومړيو وزيرانو ويلي، د افغانستان وضعيت د عادي كېدو په لور روان دى او دوى بايد د افغانستان په بيارغولو كې مرسته وكړي.
د برېتانيايي ورځپاڼې اندېپنډنټ د راپور له مخې د دريو تنو افغان ژباړونكو مدافع وكيلانو حكومت په خپلې دې پرېكړې چې دوى ته به په برېتانيا كې پناه نه وركوي له قانوني ستونزو سره مخ كړى دى.
دغو دريو تنو په افغانستان كې له بریتانيايي ځواكونو سره كار كاوه او مدافع وكيلان يې استدلال كوي چې د دغو ځواكونو په وتلو سره به دوى د وسله والو طالبانو له لوري له ګواښونو سره مخ شي.
د برېتانيا حكومت تر دې وړاندې هغه عراقي ژباړونكو ته پناه وركړې چې په هغه هېواد كې يې له برېتانيايي سرتېرو سره كار كړى دى، خو د افغانانو دغه ډول غوښتنې يې رد كړې دي.
د ((لايګ ډي)) حقوقي موسسه چې د دغو افغانانو قضيې په مخ وړي د برېتانيا په بهرنيو او دفاع وزيرانو اعتراض كړى او وايي هغه ژباړونكي چې په افغانستان او عراق كې يې دندې ترسرې كړې دي هېڅ توپير نه لري: (( دوى بايد د ۲۰۱۰ ميلادي كال د مساواتو د قانون پر اساس له يو ډول امتيازونو برخمن شي.))
د لايګ ډي موسسې د دغه دريو ژباړونكو له منځه يو تن د امنيتي علتونو پر بنسټ د عبدال په نوم معرفي كړى او وايي، كورنۍ ته يې همدا اوس ګواښونه كېږي.
انډېپنډېنټ ورځپاڼې د لايګ ډي د موسسې په قول دغه ګواښوونكي ټېلفوني پيغامونه خپاره كړي چې په هغه كې يو ناپېژندل شوى كس د عبدال كورنۍ ته د جاسوسانو خطاب كوي: (( ستاسې سيمه مو پيدا كړې ده، ډېر ژر به خپله جزا وګورئ.))
يو بل ژباړونكی بيا د محمد په نوم معرفي شوى چې په ۲۰۰۷ كال كې له افغان او بریتانيايي سرتېرو سره د ګزمې پر وخت د ماين په چاودنه كې سخت ټپي شوى دى.
د لايګ ډي موسسې يو تن مدافع وكيل روزا كرلنګ ویلي، د عبدال كورنۍ ته ګواښ دغه ټولو كسانو ته د ګواښونو او خطرونو يوه بېلګه ده او دغه ګواښونه د دوى له كار سره نېغ تړاو لري: (( دوى په زړورتيا سره په افغانستان كې له بریتانيايي سرتېرو سره مرسته كړې ده.))
انډېپنډېنټ ورځپاڼه ليكي، پر يوه داسې سند ۶۹ زره بریتانویانو لاسليك كړى چې په هغه كې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته ويل شوي (( دا چې موږ د بریتانيې تبعه يو، له تاسې غواړو، ډېر ژر هغو ټولو كسانو ته په بریتانيا كې پناه وركړئ چې په افغانستان كې يې له بریتانيايي سرتېرو سره د ژباړن په توګه دنده اجراه كړې.))
دا ټوليز غوښتنليك داسې مهال وړاندې كېږي چې د غويي په ۱۱مه د بریتانيا لومړي وزير ډېوېډ كامرون په دې تړاو وويل، هغه افغانان چې د ژباړونو په توګه يې په افغانستان كې له بهرنيو ځواكونو سره كار كړى، بايد په افغانستان كې پاتې شي، څو له كلونو بحران وروسته افغانستان ورغوي.
له بل لوري په استونيا كې هم د دغه هېواد حكومتي چارواكو د افغان ژباړونكو غوښتنليكونه رد كړي دي.
د روان كال د غويي په ۱۲ مه د استونيا لومړي وزير اندريس انسيپ وويل، د افغانستان وضعيت عادي كېدونكى دى، له همدې كبله په استونيا كې د افغان ژباړونو د پناه اخستلو غوښتنليكونه رد كړل شوي دي.
د هغه په خبره دم ګړۍ كولاى شي د كابل پر سړكونو له ۲۰۰۶ كال څخه هم په ازاده او ارامه ډول تګ راتګ وكړي، نوموړى په افغانستان كې ښوونځيو ته د ماشوماتو پر تګ غږېدلى او ويلي دي دا ټول په افغانستان كې د عادي وضعيت نښې دي.
خو له بریتانيا سره هم مهاله په استونيا كې هم د حكومت دغې پرېكړې خلك پارولي دي، د استونيا يوه ژورنالست په دې تړاو ليكي، استونيا خپل عزت او سخا د دغو افغانانو د غوښتنليكو په ردولو خورا لږ كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


