د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويستر ويلې پرون پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د سياسي اصلاحاتو لپاره نورې هڅې وکړي. د جرمني د خبري اژانس (ډي پي اې) د راپور له مخې، ويستر ويلې دا خبره د افغانستان د تماس د ډلې په غونډه کې وکړه.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويستر ويلې پرون پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د سياسي اصلاحاتو لپاره نورې هڅې وکړي.
د جرمني د خبري اژانس (ډي پي اې) د راپور له مخې، ويستر ويلې دا خبره د افغانستان د تماس د ډلې په غونډه کې وکړه.
په دې نړيواله ډله کې، چې په راتلونکي کې، چې د ډيموکراسۍ لور ته د افغانستان سفر څاري، تر پنځوسو زيات هېوادونه برخه لري.
د غونډې برخوالو د پراخو سياسي هلوځلو غوښتنه وکړه، څو په جګړه کې ښکېلې خواوې سره پخلا شي.
جرمني څلور کاله پخوا هم د دې ډلې د غونډې کوربه و.
د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير ويسترويلې د اداري فساد پرضد د کلکو اقداماتو، د ښځو او لږکيو د حقونو د خونديتوب او همدارنګه راتلونکى کال د جمهوري رياست د شفافو او عادلانه ټاكنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


