د پاکستان د مسلم ليګ نون ګوند مشر نواز شريف، چې د دې هېواد په ټاكنو کې يې ډېرې چوکۍ ګټلي ژمنه کړې ده، چې له افغانستان څخه د امريكايي سرتېرو د ايستلو په برخه کې به له امريکا سره هر ډول همکاري وکړي.
د پاکستان د مسلم ليګ نون ګوند مشر نواز شريف، چې د دې هېواد په ټاكنو کې يې ډېرې چوکۍ ګټلي ژمنه کړې ده، چې له افغانستان څخه د امريكايي سرتېرو د ايستلو په برخه کې به له امريکا سره هر ډول همکاري وکړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ ژمنه وکړه، چې له هندوستان او امريکا سره به د خپل هېواد اړيکې ښې کړي.
د پاکستان راتلونکي لومړي وزير او د مسلم ليګ نون ګوند مشر نواز شريف په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه، چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو په برخه کې به د امريکا متحده ايالات د پاکستان بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري.
د نوموړي په وينا، امريکايي سرتېري کولاى شي، چې له افغانستان څخه د وتلو او د تجهيزاتو د ايستلو لپاره د پاکستان له خاورې ګټه پورته كړي.
نواز شريف همدارنګه د پاکستان ګاونډي رقيب هېواد هندوستان ته هم پيغام ورکړ، چې پاکستان له دې هېواد سره د اړيکو د پياوړي کولو غوښتونکى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

