ads

اوباما د افغانستان او پاکستان د پراخو خبرو پر اهميت ټينګار وكړ

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پراخه پيمانه د خبرو اترو پر اهميت ټينګار وکړ او هغه يې د سيمې د امنيت لپاره خورا مهمې وبللې. د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پراخه پيمانه د خبرو اترو […]

نویسنده: TKG
24 غویی 1392
اوباما د افغانستان او پاکستان د پراخو خبرو پر اهميت ټينګار وكړ

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پراخه پيمانه د خبرو اترو پر اهميت ټينګار وکړ او هغه يې د سيمې د امنيت لپاره خورا مهمې وبللې.

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پراخه پيمانه د خبرو اترو پر اهميت ټينګار وکړ او هغه يې د سيمې د امنيت لپاره خورا مهمې وبللې.

اوباما په واشنګټن کې د بريتانيا له لومړي وزير ډېوېد کامرون سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، له لومړي وزير ډېوېډ كامرون څخه غواړي، چې افغانستان او پاكستان پراخو خبرواترو ته وهڅوي.

د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما دا خبرې په داسې حال کې وکړې، چې دا هېواد په افغانستان کې خپل جنګي رول پاى ته رسوي او د امنيتي چارو مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپاري.

د امريکا جمهوررئيس په خپلو خبرو کې هغه مهم بدلون ته اشاره ونه کړه، چې د پاکستان د وروستيو ټاكنو په نتيجه کې رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA