د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما او د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ژمنه کړې ده، چې د سوريې د جمهوررئيس بشار الاسد پر رژيم به ګډو فشارونو ته دوام ورکړي.
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما او د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ژمنه کړې ده، چې د سوريې د جمهوررئيس بشار الاسد پر رژيم به ګډو فشارونو ته دوام ورکړي.
دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې تر ليدنې وروسته دا موضوع ياده کړه. کامرون وويل، چې هېواد به يې د سوريې د حکومت مخالفينو ته غيرې پوځي مرستې دوه چنده زياتې کړي.
ډېويډ کامرون ا و بارک اوباما همدارنګه د سوريې د سولې په کنفرانس کې د همکارۍ لپاره د روسيې د لېوالتيا هرکلي وکړ.
د امريکا جمهوررئيس او د بريتانيا لومړي وزير همدارنګه د منځني ختيځ د سولې او د امريکا او اروپايي ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ په اړه هم خپلو کې خبرې وکړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


