ads

ځینې ملکان د کوپراتیفونو غنم وهي

د پکتيا د کرنې رياست له لوري د کوپراتيفي غنمو سلګونه ټنه بې درکه شوي دي چې د کروندګرو په وينا د ځينو قومي مشرانو له خوا سره ويشل شوي او په اړه يې اړونده اداره لا هم بې غوره پاتې ده. د پکتيا د کرنې رياست له لوري د کوپراتيفي غنمو سلګونه ټنه بې […]

نویسنده: TKG
23 غویی 1392
ځینې ملکان د کوپراتیفونو غنم وهي

د پکتيا د کرنې رياست له لوري د کوپراتيفي غنمو سلګونه ټنه بې درکه شوي دي چې د کروندګرو په وينا د ځينو قومي مشرانو له خوا سره ويشل شوي او په اړه يې اړونده اداره لا هم بې غوره پاتې ده.

د پکتيا د کرنې رياست له لوري د کوپراتيفي غنمو سلګونه ټنه بې درکه شوي دي چې د کروندګرو په وينا د ځينو قومي مشرانو له خوا سره ويشل شوي او په اړه يې اړونده اداره لا هم بې غوره پاتې ده.

د دې ولايت د ځينو ولسواليو اوسېدونکي داسې هم وايي چې غنم خرڅ شوي دي او دوی تر اوسه په دې نه پوهېږي چې کوپراتيف څه ته وايي او په کوم اساس کروندګر حمايه کوي؟

شکايت کوونکي د کرنې په رياست تور لګوي چې تر اوسه يې دوی په کوپراتيفي غنمو او نورو امتيازونو نه دي خبر شوي، خو هغه کسان چې له کرنې رياست سره نږدې اړيکې لري، په سلګونه ټنه غنم يې له کرنې رياست څخه ايستلي دي او خرڅ کړې يې دي.

د پکتيا مرکز ګردېز ته د څېرمه ولسوالۍ احمدابا اوسېدونکي وايي د کرنې له رياسته د دوی په نوم ايستل شوي غنم قومي مخورو خرڅ کړي دي.

د سیمې یو تن اوسېدونکی نسيم ګل وايي: ((زموږ د کلي مشر، زموږ په کور کې هغه غنم ايښي وو چې د کرنې رياست ورکړي وو، ما خپله په تراکتور کې ورسره بار کړه چې په يو ځايي ډول همدې مشر خرڅ کړه او موږ ته يې هيڅ هم رانه کړه.))

کمال خان بيا د ګردېز ښار اوسېدونکی دی او وايي غنم د قومي مشرانو تر منځ وېشل شوي او کروندګرو ته هيڅ نه دي ورکړل شوي.

يوازې د احمدابا ولسوالۍ او ګردېز اوسېدونکي نه دي چې د کرنې رياست د لادرکه سلګونه ټنه غنمو په اړه شکايت کوي، بلکې داسې ولسوالۍ هم شته چې اوسېدونکي يې تر اوسه د کوپراتيف په نوم هېڅ هم نه پېژني.

د ځدراڼ مېشتو ولسواليو اوسېدونکي وايي کوپراتيف نه پېژني چې دا څه ډول پروسه ده او له مخې يې له کروندګرو سره څه مرستې کېږي.

حاجي نادم چې د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د انکشافي شورا غړی دی، وايي، په ټوليز ډول د نورو ولسواليو په پرتله د دوی ولسوالۍ ته د کرنې رياست له لوري پنځه فیصده پام هم نه دی شوی چې په دې کې يې کوپراتيف هم داسې وګڼئ.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مشر حاجي ظاهر بيا وايي، يوازې د همدې ولسوالۍ لسګونه ټنه غنم تېر کال ورک شوي دي چې لا يې هم په اړه اړوند اداره د پيدا کېدو او شفافيت په چاره کې ملامته يادوي.

دی وايي د يادې ولسوالۍ ۹۴  ټنه غنم تېر کال لادرکه شوي چې (غله) يې تر اوسه ازاد ګرځي.

د پکتيا د کرنې رياست د کوپراتيف عمومي مدير نجيب الله وايي؛ د تېر کال په اوږدو کې يې د پکتيا د کرنې رياست له لوري نږدې ۳۳۸ ټنه غنم د کوپراتيف له لارې د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې کروندګرو ته ورکړي دي چې په وينا يې هر وخت يې څارنه کوي او هغه اصول چې د کرنې وزارت له خوا ورته وضعه شوي دي، دوی يې له مخې له کروندګرو څخه بديل هم اخستی.

د پکتيا د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئيس انجينر نيازمحمد لعلي ځدراڼ د کروندګرو شکايت بيا په بشپړ ډول ردوي او وايي چې تر اوسه پورې په دې اړه دوی ته هيڅ شکايت نه دی شوی.

نوموړی وايي؛ که په دې اړه کروندګر رسمي اسناد وړاندې کړي، نو دوی به يې په اړه پلټنې وکړي او د غنمو خرڅوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

دی زياتوي چې تراوسه پورې هيچا هم په دې اړه دوی ته مراجعه نه ده کړې چې په کوپراتيفي سيستم کې دوی ته د فساد په اړه شکايت وکړي او هغه غله ورته په ګوته کړي چې دا وخت پرې د غنمو د غلا تور لګوي.

په پکتيا کې يوازې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست نه دی چې د کوپراتيفي غنمو د ورکې په اړه يې کروندګر شکايت کوي، بلکې دلته د اکثريت ادارو له اداري فساده ولسي خلک تر پوزې رسېدلي دي.

د محاکمو په شمول د دې ولايت له اکثره ولايتي ادارو ولسي خلک له کلونو، کلونو را په دې خوا شکايت کوي خو تر دمه په يوه اداره کې هم پاموړ بدلون تر سترګو نه شو.

ځايي څارونکي په دې نظر دي چې د شته فساد تر شا د لوړپوړو چارواکو زور حاکم دی نو په دې اساس د اداري فساد او بې کيفايته چارواکو په وړاندې د ولس غږ بې انعکاسه او بې اساسه پاتې دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA