د پاکستان د مسلم ليګ ن ډلې مشر نواز شريف تېره ورځ د خپل هېواد په ټاكنو کې د برياليتوب له اعلانولو وروسته وويل، دى به هڅه وکړي، چې له افغانستان، هند او امريکا سره د پاکستان اړيکې ښې کړي.
د پاکستان د مسلم ليګ ن ډلې مشر نواز شريف تېره ورځ د خپل هېواد په ټاكنو کې د برياليتوب له اعلانولو وروسته وويل، دى به هڅه وکړي، چې له افغانستان، هند او امريکا سره د پاکستان اړيکې ښې کړي.
نوازشريف يوې امريکايي ورځپاڼې (وال سټريټ ژورنال) سره په مركه كې وويل، پوره ډاډه دى، چې له امريکا سره به د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو په څېر لانجمنو مسايلو پر سر جوړجاړي ته ورسېږي.
هغه همدارنګه زياته كړه، چې هېواد يې اړتيا لري، چې له افغانستان سره ښې اړيکې ولري.
نوموړي بې له دې، چې د طالبانو نوم واخلي، وويل چې دوى به په مجموع کې له افغانستان سره د ښو اړيکو د ټينګولو ملاتړ وکړي او هلته د کوم لوري د ملاتړ نيت نه لري.
نوازشريف دوه دورې د پاکستان لومړى وزير پاتې شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


