ads

كوټه كې ځانمرګي بريد ۷۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د بلوچستان ايالت د پوليسو مشر له يوه ځانمرګي موټر بم بريد څخه روغ ووت. د رپوټونو له مخې، تېره شپه د كوټې په زرغون واټ كې د بلوچستان ايالت د پوليسو د مشر مشتاق سکهيرا  پر كور ځانمرګى موټر بم بريد شوى، چې له د پاکستان د بلوچستان ايالت د پوليسو مشر […]

نویسنده: TKG
23 غویی 1392
كوټه كې ځانمرګي بريد ۷۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د بلوچستان ايالت د پوليسو مشر له يوه ځانمرګي موټر بم بريد څخه روغ ووت. د رپوټونو له مخې، تېره شپه د كوټې په زرغون واټ كې د بلوچستان ايالت د پوليسو د مشر مشتاق سکهيرا  پر كور ځانمرګى موټر بم بريد شوى، چې له

د پاکستان د بلوچستان ايالت د پوليسو مشر له يوه ځانمرګي موټر بم بريد څخه روغ ووت.

د رپوټونو له مخې، تېره شپه د كوټې په زرغون واټ كې د بلوچستان ايالت د پوليسو د مشر مشتاق سکهيرا  پر كور ځانمرګى موټر بم بريد شوى، چې له كبله يې د دريو پوليسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او د يو شمېر پوليسو په ګډون اويا تنه ټپيان دي.

د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى او له چاودنې وروسته په سيمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

تېره ورځ د پاکستان په بېلابېلو سيمو كې هم يو شمېر بريدونه او چاودنې شوې وې، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA