ads

هلمند كې خلک له طالبانو مرور شوي

د هلمند اوسېدونكي وايي چې وسله وال له افغان ځواكونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او د انتقام په نامه بې ګناه خلك وژني چې په دې وروستيو كې يې د يوې مور او زوى د وژنې له كبله خلك پاڅون ته مجبوره كړي دي. د هلمند اوسېدونكي وايي چې وسله وال له […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1392

د هلمند اوسېدونكي وايي چې وسله وال له افغان ځواكونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او د انتقام په نامه بې ګناه خلك وژني چې په دې وروستيو كې يې د يوې مور او زوى د وژنې له كبله خلك پاڅون ته مجبوره كړي دي.

د هلمند اوسېدونكي وايي چې وسله وال له افغان ځواكونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او د انتقام په نامه بې ګناه خلك وژني چې په دې وروستيو كې يې د يوې مور او زوى د وژنې له كبله خلك پاڅون ته مجبوره كړي دي.

د هلمند د سنګين ولسوالۍ اوسېدونكى رحمت الله د مارچ مياشتې د ۲۳ مې پېښې ته په اشاره چې وسله والو يوه موټر ته اور ورته كړ او يوه مور او زوى يې په كې ووژل، وايي:(( وسله وال دغه جرم په هيڅ شي نه شي توجيه كولاى.))

رحمت الله وايي چې وسله وال په لوى لاس بې ګناه خلك وژني: (( د وسله والو كړنې په ښكاره بې عدالتي ده او د مور او زوى د وژنې پېښې خو بېخي د دوى پر وړاندې د خلكو غوسه راپارولې ده.))

د هلمند يو بل اوسېدونكى رحمت احمدي وايي، د روان كال په فبرورۍ مياشت كې د وسله والو له خوا په لويه لاره كې پر ښخ شوي بم باندې د واده د مراسمو يو موټر ور برابر شو او د يوې كورنۍ ټول غړي يې ووژل.

نوموړى زياتوي، له همدې كبله د وسله والو پر وړاندې د خلكو د صبر او تحمل كاسه ډكه شوې ده.  هلمند د والي وياند عمر ځواك منځنۍ اسيا انلاين ته ويلي، افغان امنيتي ځواكونو په هلمند كې وسله والو ته ماتې وركړې او ورسره د دغه ولايت په امنيتي وضعيت كې هم ښه والى راغلى دى.

ښاغلي ځواك زياته كړې، وسله والو د افغان ځواكونو پر وړاندې جګړه ييز مورال له لاسه ور كړى او د عامو خلكو په وژلو يوازې غواړي په دغه ولايت كې خپل موجوديت وښيي.

د هغه په خبره، كله چې وسله والو د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې مور او زوى ووژل، نو د سنګين اوسېدونكي د وسله والو پر وړاندې د ملاتړ د تر لاسه كولو لپاره لښګرګاه ته راغلل: (( امنيتي ځواكونو هم په دغو وسله والو پسې جدي لټون پيل كړى دي.))

د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ يو اوسېدونكى محمد ابراهيم وايي، د هلمند ډېر شمېر اوسېدونكو د وسله والو طالبانو د ځاى پر ځاى شويو ماينونو له كبله خپل ژوند له لاسه ور كړى دى: (( د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونكي  اوس له طالبانو په تنګ شوي، ځكه يې په وسله وال پاڅون لاس پورې كړى دى.))

نوموړي زياته كړې، پاڅونوالو وسله وال له خپلو سيمو شړلي او د خپلې سيمې امنيت ساتلو ته يې خپله مټې رابډ وهلې دي.

د محمد ابراهيم په خبره، د نهر سراج اوسېدونكي نه يوازې د طالبانو د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شويو ماينونو له خطر سره مخامخ وو، بلكې وسله والو ترې په زوره خوراكي توكي هم غوښتل او سرغړوونكي ته يې پر خپله ځمكه د كرنې اجازه هم نه ور كوله.

د راپورونو پر اساس، په افغانستان كې ۴۱ فيصده ملكي مرګ ژوبله د طالبانو د چاودېدونكو وسايلو له کبله رامنځ ته كېږي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۲ كال راپور ښيي چې په دغه كال كې ۲۷۵۴ ملكي وكړي وژل شوي چې ۸۶۸ يې يوازې د وسله والو په ځانمرګو او د سړك غاړي په ماينونو كې وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA