ads

د پاكستان په ټاکنو کې مسلم ليگ(ن) مخکې دى

د لومړنيو غير رسمي شمېرو له مخې، د پاکستان په ټاکنو کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف مسلم ليگ (ن) ډله مخکې روانه ده. نواز شريف په لاهور کې خپلو پلويانو ته وويل، چې برى يې موندلى او هېواد کې بدلون راوستو ته ژمن دى. د لومړنيو غير رسمي شمېرو له مخې، د پاکستان په […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1392
د پاكستان په ټاکنو کې مسلم ليگ(ن) مخکې دى

د لومړنيو غير رسمي شمېرو له مخې، د پاکستان په ټاکنو کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف مسلم ليگ (ن) ډله مخکې روانه ده. نواز شريف په لاهور کې خپلو پلويانو ته وويل، چې برى يې موندلى او هېواد کې بدلون راوستو ته ژمن دى.

د لومړنيو غير رسمي شمېرو له مخې، د پاکستان په ټاکنو کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف مسلم ليگ (ن) ډله مخکې روانه ده.

نواز شريف په لاهور کې خپلو پلويانو ته وويل، چې برى يې موندلى او هېواد کې بدلون راوستو ته ژمن دى.

د کرکټ د پخواني ستوري عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف يوه چارواکي اسد عمر له خولې ويل شوي دي، چې د دوى ډله په ملي اسمبلۍ کې د دويمې سترې ډلې په توگه راڅرگنده شوې ده.

دې ډلې وړاندې په پارلمان کې يوه چوکۍ هم نه درلوده.

اسد عمر وايي، د غير رسمي شمېرو له مخې، دوى به په خيبر پښتونخوا ايالت کې حکومت جوړوي.

د پاكستان په بېلابېلو برخو کې د تاوتريخوالي پېښو سره سره پرون ٦٠ فيصده خلکو خپله رايه کارولې ده.

دا له ٣٠ کالو نه زيات وخت کې تر ټولو لوړه کچه ده، چې خلک په دومره لوى شمېر کې ټاکنو کې برخه اخلي.

پرون د تاوتريخوالي په پېښو کې له ٣٠ زيات کسان وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA