ترکيې وروسته له هغه، چې د سوريې پولې ته نږدې په يو سرحدي ښار کې يې دوه موټر بم چاودنې وشوې، خبردارى ورکړى، چې د ځان د ژغورنې لپاره به ټول اړين ګامونه پورته کړي.
ترکيې وروسته له هغه، چې د سوريې پولې ته نږدې په يو سرحدي ښار کې يې دوه موټر بم چاودنې وشوې، خبردارى ورکړى، چې د ځان د ژغورنې لپاره به ټول اړين ګامونه پورته کړي.
دغه چاودنې په ريحانلي ښار کې شوي، چې ډېر شمېر سوري کډوال ورته راغلي دي.
دې چاودنو کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي دي.
د ترکيې دولت وايي، پر يوې ډلې، چې د سوريې د استخباراتو ادارې پورې تړلې، شک لري چې دغه بريد به يې ترسره کړى وي.
ترکيه د سوريې په کورنۍ جګړه كې د حکومت د مخالفې ډلې ستر ملاتړى هېواد بلل کېږي.
ملګرو ملتونو او ناټو دغه بمي چاودنې غندلي او له انقرې سره يې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


