ads

پاکستان كې پارلماني ټاكنې پيل شوې

په پاکستان کې د رايې اچونې بهير نن سهار په اتو بجو پيل شو. رايه ورکوونکي په خورا مهمو ټاکنو کې د رايو د  صندقونو په لور ځي، چې په ترڅ کې به يې د نوي پارلمان او ولايتي اسمبليو لپاره استازي وټاکي.     په پاکستان کې د رايې اچونې بهير نن سهار په […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1392
پاکستان كې پارلماني ټاكنې پيل شوې

په پاکستان کې د رايې اچونې بهير نن سهار په اتو بجو پيل شو. رايه ورکوونکي په خورا مهمو ټاکنو کې د رايو د  صندقونو په لور ځي، چې په ترڅ کې به يې د نوي پارلمان او ولايتي اسمبليو لپاره استازي وټاکي.

 

 

په پاکستان کې د رايې اچونې بهير نن سهار په اتو بجو پيل شو.

رايه ورکوونکي په خورا مهمو ټاکنو کې د رايو د  صندقونو په لور ځي، چې په ترڅ کې به يې د نوي پارلمان او ولايتي اسمبليو لپاره استازي وټاکي.

ننۍ ټاكنې، چې د پايلو وړاندوينه يې تر ډېره نه شي کېدى، ټاکنيز کمپاين يا هلې ځلې يې د تاوتريخوالي او زورزياتي د پېښو ليدونکې وې.

تېره شپه د پاکستان د څارونکي حکومت د اطلاعاتو وزير عارف نظامي وويل، چې د ټاکنو د ترسره کېدو واقعيت د هغو کسانو پلانونه شنډ کړي، چې غوښتل يې پاکستان په يوه مذهبي دولت واړوي.

۸۶ ميليونه كسانو د پاکستان نوې ملي اسمبلۍ او څلورو ولايتي اسمبليو لپاره رايې ورکونې ته نومليکنه کړې ده.

په پاكستان كې د ملي اسمبلۍ د ۳۴۲ او څلورو ايالتي اسمبليو د ۷۲۸ چوكيو لپاره رايه اچونه داسې مهال ترسره كېږي، چې تېر ټاكنيز كمپاين يې د پاكستان په تاريخ كې له ډېر تاوتريخوالي سره ملګرى و.

پاكستاني طالبانو د رايې اچونې پر مركزونو د بريدونو ګواښونه كړي.

په ننيو ټاكنو کې د ټول پاکستان په کچه د دريو لويو ګوندونو ترمنځ ګرمه سيالي ده، په داسې حال کې، چې څلور سيمه ييز يا مذهبي ګوندونه بيا په خپلو سيمو او ځينو ځايونو کې له اغېز برخمن دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA