ads

د پاكستان تېری او د ځینو چوپتیا ولې؟

په داسې حال كې چې له پاكستان سره د ګوشتې پر پوله د افغان ځواكونو وروستيو نښتو د هېواد په كچه د خلكو تر منځ د نظر د يووالي روحيه راپورته كړې، خو ځېنې لوري لكه یو شمېر دیني عالمان، وسله وال مخالفان او نړيوال ځواكونه چوپ ښکاري. په داسې حال كې چې له پاكستان […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1392
د پاكستان تېری او د ځینو چوپتیا ولې؟

په داسې حال كې چې له پاكستان سره د ګوشتې پر پوله د افغان ځواكونو وروستيو نښتو د هېواد په كچه د خلكو تر منځ د نظر د يووالي روحيه راپورته كړې، خو ځېنې لوري لكه یو شمېر دیني عالمان، وسله وال مخالفان او نړيوال ځواكونه چوپ ښکاري.

په داسې حال كې چې له پاكستان سره د ګوشتې پر پوله د افغان ځواكونو وروستيو نښتو د هېواد په كچه د خلكو تر منځ د نظر د يووالي روحيه راپورته كړې، خو ځېنې لوري لكه یو شمېر دیني عالمان، وسله وال مخالفان او نړيوال ځواكونه چوپ ښکاري.

له پاكستان سره په ګوشتې ولسوالۍ كې د ډېورنډ په ګډه پوله د نښتو په باب د وروستيو غبرګونونو او د ولسي لاريونونو تر څنګ د جمهور رئيس وروستۍ څرګندونې هم د كاڼي كرښې دي او دا ښيي چې د افغانستان هېڅ حكومت، لورى او ډله به دا جرئت ونه کړي چې په خپل سر له پاكستاني طرف سره د ډيورنډ پر سر خبرو ته كېني، بلكې كه دا هېواد د ډيورنډ لاين د منظورۍ په خاطر دا ډول متجاوزې هڅې کوي، پایلې به یې ښې ونه خېژي.

د تېرې اوونۍ په ترڅ كې د پاكستاني ځواكونو د دوهم بريد او د افغان سرحدي پوليسو د غاښ ماتووونكي ځوابيه بريا د افغانستان خارجه وزارت هم دې ته اړ كړ چې له ډپلوماټيك چتر راووځي او پاكستان ته توند خبردارى وركړي، دغه وزارت په خپله وروستۍ خپره كړې اعلاميه كې وويل: ((که پاکستاني پوځیانو بیا بې موجبه حمله وکړه، پاکستان به د هغې د هر راز عواقبو مسوول وي.))

دغه راز ولسي خلكو هم پر خپله خاوره د خپلو بچيانو، سر او مال د قربانۍ غږونه پورته كړل، خو ځېنې خواوې چې همدا يې د خپلو ادعاو د ثبوت اصلي وخت دى یا چوپه خوله دي او یا یې هم په انفرادي توګه په غونډو کې برخه اخستې او رسمي موقف نه لري.

تر هرڅه وړاندې د ګوشتې په تړاو د خلکو سترګې د افغانستان د عالمانو شورا ته اوړي، ځکه دغې شورا په دې وروستیو کې په ډېر زړورتوب هم د ځانمرګو بريدونو خلاف فتوا ورکړه او هم د هغه پاکستاني ملا پرضد ودردېدل چې په افغانستان کې یې دا ډول بریدونه حلال بلل. خو دا ځل د ګوشتې په رابطه د دغې شورا د رسمي موقف نه اعلان د سیاسي کتونکو او پوهانو په نظر د پوښتنې وړ ښکاري.

سياسي کارپوه او د ودان افغانستان ګوند مشر محمد يار يار وايي چې د عالمانو شورا دغې چوپتيا لږ اندېښمن کړی، ځکه د دغې چوپتيا په دوام کېدای شي چې خلک د دغې شورا له پرېکړو واټن واخلي: (( يوازې عالمان نه بلكې ټول ديني جريانونه او ګوندونه په دې اړه چوپ دي، دوى فكر كوي چې دا مسئله له ديني لحاظه د توجيه وړ نه ده، خو دوى يې سياسي او حقوقي اړخ ته متوجه شوي نه دي، خو زه وايم دا د ملت، وطن او ارزښتونو مسئله ده او په دې اړه چوپتيا په دې معنی ده چې دوى له خاورې او خلكو سره علمي برخورد نه كوي.))

دوهم؛  وسله وال مخالفين

هغه وسله والې ډلې چې د افغانستان د ازادۍ شعارونه په خوله ګرځوي او د پاکستان له مالي او پوځي مرستې هم کله کله منکرېږي او دا د ځان لپاره شرم ګڼي، خو پر ډیورند پوله د تېريو له لومړۍ ورځې تر ننه پورې چوپ پاتې دي.

لیکوال او ژورنالست ارشاد رغاند همدغه ټکي ته اشاره لري، د نوموړي په خبره د طالبانو او حزب اسلامي ډلې چوپې دي، دا چوپتيا د حېرانۍ وړ ده او په خبره يې دوى خو تر اوسه په هېواد كې د پرديو پر خلاف د خپلې جګړې روايت لټاوه، مګر د پاكستان په اړه هېڅ نه وايي: (( په دومره غټه مسئله كې غلي پاتې كېدل په دې معنی دي چې د پاكستان روزلي خلك پر ځان د دغه هېواد د مرستو او احسان لارې تړل نه غواړي، بلكې د پاكستان د چارواكو دا خبرې صدق پيدا كوي چې طالبان دوى را پيدا كړي او دوى ته به كار كوي.))

رغاند د وسله والو په دغه دريځ كې د ولس د نفرت تر څنګ د دوى په خپلو ليكو كې د درز پيدا كېدلو خبره هم كوي او وايي: (( وسله وال په لرې پرتو سیمو کې له ولسه ډوډۍ په دې نوم خوري چې وطن ساتي، هېواد ګتي او په دې نامه د ملي ځواكونو سرتېري هم وژني، خو شايد د ملي ځواكونو تر شا درېدلي ولس ته له دې وروسته دا ښه ښكاره نه شي او له دوی واټن واخلي، دغه راز به ځېنې بااحساسه طالبان هم شايد خپلې ليكې د دوى په چوپ دريځ پرېږدي او له دولت سره به یو ځای شي، خو دا به د رهبرۍ په سطحه نه، بلكې په ټيټه كچه به وي.))

درېیم؛ نړيوال ځواكونه

له پاكستان سره د وروستيو نښتو په ترڅ كې داسې خبرې هم راپورته شوي چې پاكستاني ځواکونه د نړيوالو ځواكونو د يو تړون پر اساس له ډیورند کرښې راوښتي دي او دې راپورونو داسې اندېښنې راپورته كړې چې كه نړيوال ځواكونه د افغانستان ساتنې ته راغلي وي، بيا ولې دا ډول په خپل سر سوداوې كوي؟

ژورنالست او شنونکی غلام جېلاني ځواك د پاكستان لخوا په ګوشته كې د پوستو او تاسيساتو جوړولو د جرئت پړه د امريكا پر غاړه ور اچوي او وايي: (( پاكستان غواړي د تورخم لاره د بيا رغونې په بهانه وتړي او ځاى يې ګوشتې ته وركړي، په دې كې ورسره د امريكا رضا شامله ده، افغان ځواكونو په وروستيو نښتو كې پرمختګ كړى و، د پاکستاني ځواکونو نورې پوستې يې هم نيولې، خو امريكايانو مداخله وكړه او جګړه يې بنده كړه، امريكا او نړيوال ځواكونه په دې برخه كې افغانانو ته ملامته دي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA