له هغه وروسته چې د غويي په ۴مه د كابل، ننګرهار او لغمان ولايتونو كې د رېشتر په كچه ۵ اعشاريه ۷ درجې زلزلې شاوخوا ۴۰۰ كورونه ويجاړ كړل، تر ۱۲۰ ډېر كسان يې ټپيان او ۲۰ نور يې ووژل، په افغانستان په تېره بيا كابل كې ځينو ادارو د زلزلې پر وړاندې د نويو جوړېدونكو ودانيو په تړاو كلكه اندېښنه
له هغه وروسته چې د غويي په ۴مه د كابل، ننګرهار او لغمان ولايتونو كې د رېشتر په كچه ۵ اعشاريه ۷ درجې زلزلې شاوخوا ۴۰۰ كورونه ويجاړ كړل، تر ۱۲۰ ډېر كسان يې ټپيان او ۲۰ نور يې ووژل، په افغانستان په تېره بيا كابل كې ځينو ادارو د زلزلې پر وړاندې د نويو جوړېدونكو ودانيو په تړاو كلكه اندېښنه څرګنده كړه او ويې ويل چې په افغانستان كې په سلو كې ۸۰ فیصده ودانۍ په معيار نه دي جوړې شوې او د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري.
دا مسئله د دولتي مسوولینو ترڅنګ د ساختماني چارو انجنيران هم تاییدوي او وايي، هغه ودانۍ چې په افغانستان کې جوړېږي معیار نه لري او د زلزلې او نورو طبيعي پېښو پر وړاندې یې د مقاومت توان لږ دی.
د جيومپ د ساختماني شركت مشر انجنير محمد انور صالحي په هېواد كې د ودانيو د جوړېدو د بهير د نه معياري كېدو په تړاو وايي، كابل د هغه ښارونو له ډلې دى چې د زلزلې په اوږدو كې موقعیت لري او ساختمانونه بې له كوم معيار څخه په خپل سري ډول جوړېږي.
د صالحي په خبره، كه د كابل ښاروالۍ په دې تړاو پاملرنه ونه كړي، نو لرې نه ده چې يوه ورځ كابل د يوې لويې فاجعې شاهد وي.
د هغه په خبره، ۹۰ په سلو کې هغه نادولتي ودانۍ او کورونه چې كابل او ولایتونو کې جوړېږي ساختماني معيارونو ته یې پام نه کېږي.
د كابل پولي تخنيك پوهنتون د انجنیرۍ او ودانیزو چارو ديپارتمنت رئيس، استاد سليمان عثماني هم دغې موضوع اندېښمن کړی دی.
د نوموړي په خبره هر هېواد خپله خپله خاوره، اوبه او هوا لري او د اقليم وضعيت ته په كتو بايد په هغه هېواد كې ودانۍ ورغول شي: (( خو په افغانستان كې دغه ډول معيارونه په پام كې نه نيول كېږي.))
دغه راز د ښاري پراختيا وزارت هم تاييدوي چې په افغانستان کې په سلو كې ۸۰ ودانۍ، معياري نه دي او د سختي زلزلې توان نه لري.
د دې وزارت مرستیال انجینر محمد اکبر احمدي وايي چې ۴۰ په سلو کې ودانۍ د دوی له خوا څېړل شوې او خاوندانو ته یې خبرداری ورکړل شوی چې بې معیاره دي: ((موږ یو کمیسون لرو او د کابل ښاروالۍ او امنیتي ارګانونو په مرسته مو د ودانیو د څیړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی، څو ځینې ودانۍ له تخنیکې پلوه وڅېړو چې آیا د طبیعي پېښو، اور غورځوونکې او کانالیزاسیون په وړاندې مقاومت لري او که نه؟))
ښاغلی احمدي وایي، دغه ودانۍ د سختي زلزلې توان نه لري او د طبیعي پیښو پر وخت په کې د خلکو د وتلو بېړنۍ لارې هم په نظر کې نه دي نیول شوې.
له بل لوري كابل ښاروالي هم مني چې د دغه ښار ډېرى ودانۍ او ساختمانونه له كوم معيار او پلان پرته جوړې شوې دي.
د كابل ښاروالۍ تخنيكي او فني مرستيال عبدالاحد واحد وايي، شاوخوا ۵۰ په سلو کې لوړپوړې ودانۍ چې په كابل كې جوړې شوې دي، په معيار برابرې نه دي.
واحد زياتوي دغه ودانۍ د خاورې د ازمېښت، د زلزلې پر وړاندې د مقاومت او نورو معيارونو پرته جوړې شوې دي.
نوموړى پر دغو ودانيو د يوې بشپړې كتنې غوښتونكى دى: (( په تاسف سره چې قانون تر پښو لاندې كېږي او داسې كسان شته چې په دې كار وياړ هم كوي.))
نوموړى زياتوي، ښاروالي اجرائيه قوه نه لري، له همدې كبله چې كله د ښاروالۍ د څارنې ډله غواړي له ودانيو څارنه وكړي د زورواكو د وسله والو له لوري يې مخه نيول كېږي.
د واحد په خبره، دغه موضوع له امنيتي ادارو سره شريكه شوې، خو تر دې مهاله ورته لاسرسى نه دى شوى.
د ودانيو لپاره يوازې د ښاروالۍ او نورو ادارو څارنه كافي نه ده، بلكې د ماسټر پلان تطبيق او د ملي ستندرد ټاكل هم اړين دي چې د ساختماني چارو او ښار جوړولو متخصصين ورته اشاره كوي.
د جيومپ د ساختماني شركت د رئيس انور صالحي په خبره، تر هغه وخته چې د ښاروالۍ له لوري يو مشخص ماسټرپلان ترتيب او اعلان نه شي خلك به همداسې له ستونزو سره مخ وي، ځكه هغوى نه پوهېږي چې څه شی، څه ډول او په كوم معيار جوړ كړي.
صالحي زياتوي، په ټوله دنيا كې د ودانيو د جوړولو لپاره يو سټنډرډ وجود لري، خو په افغانستان كې تر دې مهاله داسې يو څه شركتونو ته نه دي سپارل شوي.
د نوموړي په عقيده، هغه وخت چې سوداګريزې سيمې، تفريحي، شنې سيمې او د وسايطو د درېدو ځايونه خلكو ته مشخص نه شي د خپل سريو مخه نه نيول كېږي او تر هغه چې د ودانيو لپاره معيار معلوم نه وي، ستونزې به باقي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


