امريکا وايي، چې د پاکستان له خوا د ځمکنۍ لارې له بندېدو سره يې په افغانستان کې د جګړې لګښت زيات شوى دى. د امريکا د دفاع وزارت مرستيال اشټون کارټر پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې سږ کال په افغانستان کې جنګي لګښتونه د دوى له اټكله لوړ و
امريکا وايي، چې د پاکستان له خوا د ځمکنۍ لارې له بندېدو سره يې په افغانستان کې د جګړې لګښت زيات شوى دى.
د امريکا د دفاع وزارت مرستيال اشټون کارټر پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې سږ کال په افغانستان کې جنګي لګښتونه د دوى له اټكله لوړ و
د نوموړي د دغو لوړ لګښتونو علت څه موده وړاندې د پاكستان له خوا د امريكا پر ځمكنيو اكمالاتو د لارې تړل په ګوته كړل.
پاکستان تېر کال وروسته له هغه پر امريکا د ځمکنيو اکمالاتو لاره بنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله مومندو ايجنسۍ کې امريکايي ځواکونو د دوى پر پوستو هوايي بريد وکړ او ٢٤ پاکستاني سرتېري يې ووژل.
خو له تېرو څو مياشتو بندېدو وروسته پاکستان يو ځل بيا امريکا ته د ځمکې له لارې د اکمالاتو اجازه ورکړه چې د امريكايي چاواكو په وينا دې چارې په افغانستان كې د دوى د لګښتونو كچه لوړه كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


