ads

واشنګټن پوسټ: ناټو د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوربند ټينګ کړ

واشنګټن پوسټ وايي، چې پرون د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو په هلوځلو ودرول شوه. واشنګټن پوسټ وايي، چې پرون د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو په […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1392
واشنګټن پوسټ: ناټو د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوربند ټينګ کړ

واشنګټن پوسټ وايي، چې پرون د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو په هلوځلو ودرول شوه.

واشنګټن پوسټ وايي، چې پرون د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه د ناټو تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو په هلوځلو ودرول شوه.

د افغانستان د سرحدي پوليسو قومندان جنرال ګل نبي احمدزي واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې د ناټو تر مشرۍ لاندې نړيوالو ځواکونو د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اوربند ټڼينګ کړ.

د جنرال احمدزي په وينا، په پرونۍ نښته كې افغان امنيتي ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي، خو پاکستاني لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

يو شمېر نورو افغان امنيتي چارواکو ادعا کړې وه، چې په پرونۍ جګړه کې ۳۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

بلخوا افغان حکومت پرون د ګوشتې له جګړې وروسته پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د بل بريد د عواقبو مسووليت به د پاکستان پر غاړه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA