ads

كورمې اېجنسۍ كې د چاودنې له كبله د وژل شويو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد

په قبايلي سيمې کورمه اېجنسۍ کې پرون له غرمې وروسته د جمعيت علماء اسلام په نوم د يوه مذهبي ګوند د ټاکنيز کمپاين پر غونډې چاودنه كې د وژل شويو كسانو شمېر اتلس تنو ته لوړ شوى دى. په قبايلي سيمې کورمه اېجنسۍ کې پرون له غرمې وروسته د جمعيت علماء اسلام په نوم د […]

نویسنده: TKG
17 غویی 1392
كورمې اېجنسۍ كې د چاودنې له كبله د وژل شويو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد

په قبايلي سيمې کورمه اېجنسۍ کې پرون له غرمې وروسته د جمعيت علماء اسلام په نوم د يوه مذهبي ګوند د ټاکنيز کمپاين پر غونډې چاودنه كې د وژل شويو كسانو شمېر اتلس تنو ته لوړ شوى دى.

په قبايلي سيمې کورمه اېجنسۍ کې پرون له غرمې وروسته د جمعيت علماء اسلام په نوم د يوه مذهبي ګوند د ټاکنيز کمپاين پر غونډې چاودنه كې د وژل شويو كسانو شمېر اتلس تنو ته لوړ شوى دى.

په کورمه اېجنسۍ کې يوه دولتي چارواکي محمد فضل رسنيو ته وويل، چې چاودنه د سيواک په سيمه کې

د ولسي جرګې د پخواني وکيل منير اورکزي په  سياسي غونډه کې شوې ده.

د هغه په وينا، په دې چاودنه كې ٧٠ تنه ټپيان شوي هم دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي، چې کېداى شي دا چاودنه د ځانمرګي بريد له كبله شوې وې، خو عيني شاهدان وايي، چې چاودېدونکي توکي د سټېج لاندې ځاى پر ځاى شوي وو.

سرچينه زياتوي، چې منير اورکزى له چاودنې روغ وتلى دى.

د پېښې مسووليت پاكستاني طالبانو پر غاړه اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA