د خوست ولايت صرافان د يو شمېر هغو افرادو له زياتېدو وېره څرګندوي چې بې جوازه يې صرافۍ ته مخه كړې او د صرافۍ د اصولو د نه مراعاتولو تر څنګ د جعل او درغلۍ وېره یې هم متصوره ده.
د خوست ولايت صرافان د يو شمېر هغو افرادو له زياتېدو وېره څرګندوي چې بې جوازه يې صرافۍ ته مخه كړې او د صرافۍ د اصولو د نه مراعاتولو تر څنګ د جعل او درغلۍ وېره یې هم متصوره ده.
دا خبره د ياد ولايت جواز لرونكي صرافان کوي، د دوی په باور د سړك د غاړې صرافان د جواز جوړولو او تمديدولو له مصارفو ويرېږي او د دې ترڅنګ دا ګټه هم كوي چې د دولت له ټكس اخستلو پټ پاتې شي.
د دغه ښار يو تن صراف حاجي لاهورخان وايي: (( په داسې حالاتو كې دوى د جعلكارۍ چانس هم ترلاسه كوي، ځكه دوى قانوني نه دي او نه هم كوم تضمين لري، بس چې هر څوك يې وغولاوه، نور دوى ترې په خپله مخه ځي.))
نوموړى زياتوي: (( د داسې كسانو ځاى هم معلوم نه وي، كله يو ځاى شوكېس( د پیسو د ادلون بدلون صندوق) كېږدي او كله بل ځاى، زموږ كار يې هم خراب كړى او نور خلك هم غولوي.))
حاجي لاهور دغه راز وايي ډېر ځله په خوست كې داسې بې جوازه د صرافۍ دوكانونه هم جوړ شوي چې له خلكو د پيسو تر راغونډولو وروسته تړل شوي او مالكان يې په خپله مخه تللي دي، نوموړى وايي: (( دغلته يې يو دوكان جوړ كړ او ډېر د صرافۍ مېزونه يې هم ولګول، څه موده وروسته يې له ما او څو نورو صرافانو څخه په یوه او بله بهانه پيسې واخستې، سبا ته دوكان بند او خلك يې تښتېدلي وو.))
د خوست ښار يو بل صراف حاجي غر خان بيا وايي، دغسې غولوونكو او بې جوازه صرافانو د دوى اعتبار هم له زيان او كارو بار يې له تاوان سره مخامخ كړى دى: ((غداري چل او دوکه یو صراف وکړي او پرې یادیږي بیا ټول صرافان.))
غرخان له دولته غواړي چې ژر تر ژره دې د دې كار مخه ونيسي، ګنې دغسې كسان به د جعلي پيسو په تېرولو هم ډېرى افغانان له ستونزو سره مخ كړي: (( زه له دولته دا غوښتنه کوم چې په خوست کې دې ټولو صرافانو ته جواز پاڼې ورکړي او هغه څوک چې جواز ونه لري، دوکان دې وربند کړي.))
بلخوا د خوست د صرافانو مشر حاجي قسمت ګل كه څه هم د بې جوازه صرافانو د راپيدا كېدو ستونزه مني خو وايي، د خپلې اتحاديې په هره غونډه كې يې پر داسې كسانو د جواز اخستلو جدي غږ او سپارښته كړې ده.
حاجي قسمت ګل وايي، د دغې ستونزې د اواري په خاطر د افغانستان بانك د خوست څانګې هم څو ځلې وعدې وكړې، خو لا يې هم عملي كړې نه دي : (( دا د دولت مسووليت و، خو د افغانستان بانك خوست څانګې هېڅ ونه كړل، نه يې چاته جواز وركړ، نه يې د دوى مخه ونيوه، نه يې تضمين ترې واخست او نه يې بل قانوني اقدام وكړ.))
خو د افغانستان بانك د خوست څانګې مسوولين د صرافانو لخوا كړې ادعا نه مني او وايي، د دوى څانګې ټولو صرافانو ته رسمي استعلامونه وراستولي، څو د خپل كاروبار لپاره جوازونه ژر تر ژره جوړ كړي.
د افغانستان بانك د خوست څانګې مسوولين دغه راز وايي، تر اوسه يوازې ۴۰ صرافانو دوى ته په ياده برخه كې مراجعه كړې او ايله ۱۹ صرافانو خپل جوازونه ورسره تمديد كړي او زياتوي چې ډېر ژر به د بې جوازه صرافانو پر ضد كمپاين پيل كړي: (( هر چا چې جواز نه درلود دوكان به يې مهر او لاك شي او كه د سړك د غاړې صراف و، نو هم به ورسره قانوني چلند وشي.))
هېره دې نه وي چې په خوست ښار كې پر صرافانو سربېره نور داسې كاروباريان هم شته چې د خپل روزګار رسمي جواز نه لري، خو د ښار په ګوټ ګوټ كې خپل كاروبار د دوكانونو له لارې پر مخ بيايي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


