په دې وروستيو كې د ۲۰۱۴ كال په اړه،بېلا بېل نظرونه موجود دي، په دغه كال كې به بهرني ځواكونه له افغانستان څخه وځي او ټول واك او ځواك به افغان دولت ته پاتيږي، كه څه هم جمهور رییس درې مياشتې وړاندې د مطبوعاتو له مخكښانو، مدني فعالانو او سياستوالو سره په يوه ناسته كې وويل
په دې وروستيو كې د ۲۰۱۴ كال په اړه،بېلا بېل نظرونه موجود دي، په دغه كال كې به بهرني ځواكونه له افغانستان څخه وځي او ټول واك او ځواك به افغان دولت ته پاتيږي، كه څه هم جمهور رییس درې مياشتې وړاندې د مطبوعاتو له مخكښانو، مدني فعالانو او سياستوالو سره په يوه ناسته كې وويل چې د ۲۰۱۴ كال په اړه بايد ناوړه تبليغات ونه شي، د ده په وينا كه څوك پر دولت نيوكه لري، نو ورته ويلى شي، خو د خلکو ويرول چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به حالت خراب شي د هېواد په زيان دي.
جمهورریيس حامد كرزي هم په خپلې وروستۍ راډيويي وينا كې افغانانو ته دا ډاډ وركړ چې بهرنۍ رسنۍ د افغانستان په اړه ناوړه تحلیلونه او تبلیغات کوي او هېوادوال باید نه یوازې ددې تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانشي، بلکې په دې اړه هېڅ اندېښنه هم ونه لري.
د جمهوررئيس کرزي په وينا، د بهرنیو هېوادونو دا ډول تبلیغات جدي او برخلیک ټاکونکي نه دي او دغه تبلیغات د ګټو ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي.
نوموړي په ډاګه کړې چې لوېديځې رسنې هره ورځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځته کېدونکو حالاتو او د افغانستان د راتلونکي برخلیک په اړه ناوړه او له واقعیتونو لرې مقالې او څېړنیز راپورونه خپروي او غواړي په دې کار سره د افغانستان د خلکو روحیه کمزورې کړي.
كه څه هم د جمهور رییس له دغې ناستې وروسته لږ ترلږه د لوړو چارواكو په خبرو كې مثبت اكټونه زيات شول، خو ځينې اپوزیسیون پلوي کسان لا اوس هم په ځينو غونډو كې د دې لپاره چې خپل نفوذ زيات او خلک د ځان پر لور رامات كړي، د ۲۰۱۴ كال په اړه انديښنه ښيي، خو د ښځو زياته شميره، په دې باور ده چې له د ۲۰۱۴ كال وروسته كه چيرته دولت او ولس سر همغږي وي كومه ستونزه به نه وي.
سره له دې چې په دې وروستيو كې بيا هم د ښځو پر وړاندې د ډول ډول تاوتريخوالي لكه، سنګسار، صحرايي محكمې او ناموسي وژنو كچه لوړه تللې او د افغانو ښځو په وړاندې اندېښنې ښيي، خو د مرسل د تحقيقي رپوټ پر بنسټ چې له ګڼو ښځو سره چې مدني فعالانې دي موندل شوي چې د دوى فكر د افغانستان راتلونكى ښه دى، خو هغه وخت چې د دې هېواد وګړي پر خپلو موټو باور ولري.
دا فكر ځكه رامنځ ته شوى چې په تېرو يوولسو كلونو كې د جمهوري رياست او پارلماني ټاكنو د رايې اچونې په بهير كې د ښځو پراخ ګډون د دې څرګندويي كوله چې ښځې د هېواد په سياسي ډګر كې حضور لري او د افغانستان په جوړولو كې له نارينه و سره په ميړانه برخه اخلي او له ۲۰۱۴ كال وروسته به هم دوى له خپلو خلکو سره اوږه پر اوږه د هېواد جوړونې كار كوي، كه چيرته بهرني ځواكونه وځي، نو له افغانانو وروڼو سره به خپلې خويندې بې دريغه د هېواد د پرمختګ لپاره كار وكړي چې د دى په باور دا كار په خپله افغانستان له خطره ساتي او د دښمنانو لاسونه لنډوي.
په تير كې په بېړنۍ لويه جرګه كې د استازو له ډلې څخه د ۲۲ فيصدو ښځو حضور او د حكومت په جوړښت كې د دريو ښځينه وزيرانو حضور، د طالبانو له دورې څخه وروسته په سياسي ډګر كې د ښځو د حضور لومړني ګامونه و، كه څه هم دا شمېر په وروستنيو دورو كې له بدلونونو سره مخ و، خو دا هغه څه وو چې د پخوا په پرتله او د طالبانو د رژيم له وخت سره د نه مقايسې وړ و.
كه څه هم په دې وروستيو كې د بحران نړيوالې ډلې په خپل راپور کې اندېښنه څرګنده کړې چې که له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، د کورنۍ جګړې د رامنځته ته کېدو وېره ده، خو له دې وروسته په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي وياند ډومنيک ميډلي وويل، ناټو پوره ډاډمنه ده چې افغان ملي پوليس او اردو د دې وړتيا لري چې له ٢٠١٤ وروسته د خپل هېواد امنيت وساتي او په افغانستان کې کورنۍ جګړه له امکانه لرې ده.
هغه زياته کړه چې نړيواله ټولنه په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره ژمنه پاتې شوې او له ٢٠١٤ کال وروسته به هم خپلو همکاريو او مرستو ته ژمنه پاتې وي، ځکه چې د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه د يوه باثباته، باامنه او هوسا افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.
خو له دې ټولو سره سره له هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړه چې كومه اندېښه رامنځته شوې د افغانو ښځو د وروستيو پرمختګونو، هوډ او هېواد ته د ژمنتيا له كبله دا ټولې اندېښنې بې ځايه او له واقعيت څخه لرې بولي او افغانې ښځې هڅه كوي چې تر دې زيات خپلو هڅو ته دوام وركړي او په ټولنه كې خپل موجوديت څرګند او په راتلونكي كې هم خپل موقف لاپسې ټينګ وساتي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

