د پيسو نړيوال صندوق خبردارى ورکړى، چې ښايي افغانستان په روان کال کې دا توان ونلري، چې د خپلو لګښتونو حتى نيمايي برخه له کورنيو عوايدو ترلاسه کړي.
د پيسو نړيوال صندوق خبردارى ورکړى، چې ښايي افغانستان په روان کال کې دا توان ونلري، چې د خپلو لګښتونو حتى نيمايي برخه له کورنيو عوايدو ترلاسه کړي.
د افغانستان د اقتصادي وضعيت په اړه د پيسو د نړيوال صندوق په يوه محرمانه څېړنه کې د افغان دولت د عوايدو د کمېدو علتونه د ماليې له ورکولو د لوړ پوړو چارواکو تېښته، د واليانو له خوا د ګمرکونو د عوايدو لوټ او تالان او د هېواد د اقتصادي ودې ټکني کېدل بلل شوي دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، که څه هم د پيسو نړيوال صندوق دا څېړنه نه ده خپره کړې او عام خلک نه دي پرې خبر، خو امريکايي او اروپايي ډيپلوماتان، چې نه غواړي هويت يې افشا شي، وايي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د افغان دولت عوايد د هغې اندازې په پرتله، چې د پيسو نړيوال صندوق اټکل کړى و، په سلو کې له شلو تر دېرشو پورې کم وو.
ورځپاڼې ليکي، چې د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخېلوال د پيسو د نړيوال صندوق دا څېړنه نه مني او وايي، چې په بودجه کې کموالی په سلو کې له شلو نه اوړي.
د نيويارك ټايمز په وينا، د تېرې يوې لسيزې له ثابتې ودې وروسته يو ناڅاپه د افغانستان د عوايدو کمېدو د دې هېواد نړيوال مرستندويان او ملاتړ کوونکي سخت حيران کړي او ښايي كلونه كلونه وخت وغواړي، څو دا هېواد خپل لګښت له خپلو کورنيو عوايدو ترلاسه کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

