ads

د عوامي نېشنل ګوند مشر صادق زمان خټك ووژل شو

د عوامي نېشنل ګوند يو تن مشر صادق زمان خټک پرون په کراچۍ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو. پر نوموړي هغه وخت بريد وشو، چې د جمعې تر لمانځه اداکولو وروسته له جوماته دخپل کور په لور  روان و.     د عوامي نېشنل ګوند يو تن مشر صادق زمان خټک […]

نویسنده: TKG
14 غویی 1392
د عوامي نېشنل ګوند مشر صادق زمان خټك ووژل شو

د عوامي نېشنل ګوند يو تن مشر صادق زمان خټک پرون په کراچۍ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو. پر نوموړي هغه وخت بريد وشو، چې د جمعې تر لمانځه اداکولو وروسته له جوماته دخپل کور په لور  روان و.

 

 

د عوامي نېشنل ګوند يو تن مشر صادق زمان خټک پرون په کراچۍ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

پر نوموړي هغه وخت بريد وشو، چې د جمعې تر لمانځه اداکولو وروسته له جوماته دخپل کور په لور  روان و.

پوليس وايي، په دې بريد کې د هغه شپږ کلن زوى هم وژل شوى او شپږ تنه نور ټپيان دي، چې ځينې يې د هغه ملګري ښودل شوي.

صادق زمان خټک راتلونکو ټاكنو کې له کورنګي سيمې نه ولسي جرګې يا قومي اسامبلۍ ته د عوامي نېشنل ګوند کانديد او د کراچۍ په کچه په مهمو مشرانو کې شمېرل كېده.

د ټاكنيزو سياليو له پيل راهيسې د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو او کراچۍ کې ددې ګوند پر مشرانو او غونډو څو وارې چاودنې شوي او ګڼ خلک يې ورته وژلي دي.

پاكستاني طالبانو د صادق زمان خټك د قتل په ګډون په کراچۍ او پښتونخوا کې پر پاكستاني ګوندونو نژدې د ټولو بريدونو او چاودنو مسووليت منلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA