ads

امريکا د افغانستان او پاکستان لپاره نوى ځانګړى استازى وټاكه

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري د متحدو ايالتونو پخوانى تجربه کار ډيپلومات جېمز ډوبين د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوى ځانګړى استازى ونوماوه. د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري د متحدو ايالتونو پخوانى تجربه کار ډيپلومات جېمز ډوبين د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوى ځانګړى استازى […]

نویسنده: TKG
14 غویی 1392
امريکا د افغانستان او پاکستان لپاره نوى ځانګړى استازى وټاكه

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري د متحدو ايالتونو پخوانى تجربه کار ډيپلومات جېمز ډوبين د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوى ځانګړى استازى ونوماوه.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري د متحدو ايالتونو پخوانى تجربه کار ډيپلومات جېمز ډوبين د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا نوى ځانګړى استازى ونوماوه.

ډوبين به، چې په رانډ ملي دفاعي او څېړنيز انسټيټيوټ کې د نړيوالې امنيتي او دفاعي څانګې رئيس او د امريکا پخوانى ډيپلومات دى، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د اوسني ځانګړي استازي مارک ګراسمن ځاى ونيسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند پټريک وينټرال پرون وويل، چې د بهرنيو چارو وزير جان کېري د جمعې په ورځ د افغانستان له جمهوررئيس حامد کرزي او د پاکستان له جمهوررئيس اصف علي زرداري سره خبرې وکړې، څو هغوى د امريکا له پرېکړې خبر کړي.

امريكا په داسې حال كې ډوبين د افغانستان او پاکستان لپاره خپل ځانګړى استازى ټاکي، چې متحد ايالتونه پاکستان هڅوي، چې له افغانستانه د ناټو د محاربوي ځواکونو تر وتلو مخکې طالبان د خبرو مېز ته راولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA