ads

د بې نظير بوټو د قضيې څېړونکى څارنوال چوهدري ذوالفقار ووژل شو

د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې نن سهار د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو د وژنې د قضيې څېړونکى څارنوال چوهدري ذوالفقار د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو او موټر چلوونكى يې سخت ټپي شو. د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې نن سهار د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو د وژنې د […]

نویسنده: TKG
13 غویی 1392
د بې نظير بوټو د قضيې څېړونکى څارنوال چوهدري ذوالفقار ووژل شو

د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې نن سهار د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو د وژنې د قضيې څېړونکى څارنوال چوهدري ذوالفقار د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو او موټر چلوونكى يې سخت ټپي شو.

د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې نن سهار د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو د وژنې د قضيې څېړونکى څارنوال چوهدري ذوالفقار د نامعلومو کسانو په ډزو ووژل شو او موټر چلوونكى يې سخت ټپي شو.

پر نوموړي نن سهار د اسلام اباد جي سيکټور سيمه کې داسې مهال بريد شوى، چې له کوره راووت.

تر اوسه کومې ډلې د هغه د وژنې پړه نه ده منلې.

پوليس وايي، وسله والو پر ذوالفقار ۱۲ مرمۍ ويشتلي او پر موټر سايکل سپاره بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مدافع وکيلانو پر دغې وژنې غوسه ښودلې او مظاهره يې کړې ده.

د ذوالفقار د وژنې په اړه پوليسو پلټنه پيل کړې ده.

د بې نظير بوټو د وژنې د قضيې وکيل داسې مهال وژل شوى، چې د پاکستان ټاکنو ته تر دوو اوونيو کم وخت پاتې دى

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA