په زابل کې د وسله والو طالبانو له لوري یو ځل بیا هغو ښوونځیو ته ګواښ شوى چې له ډېرو کلونو وروسته تېر کال د سیمې د اوسېدونکو په هڅو د زده کوونکو پرمخ پرانستل شوي وو.
په زابل کې د وسله والو طالبانو له لوري یو ځل بیا هغو ښوونځیو ته ګواښ شوى چې له ډېرو کلونو وروسته تېر کال د سیمې د اوسېدونکو په هڅو د زده کوونکو پرمخ پرانستل شوي وو.
وسله وال طالبان وایي، که دولت په زابل کې پر موټر سایکلونو لګول شوی بندیز لرې نه کړي، دوى به د دغه ولایت په کلیو او ولسوالیو کې پرانستل شوي ښوونځي بېرته وتړي.
د زابل د شاجوى ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي سپين ږيري حاجي محمد داود وايي چې تر نوروز مخکې په زابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا پرموټرسایکلونو بندیز ولګول شو، له هغې وروسته وسله والو طالبانو ډول ډول هڅې وکړې چې د خلکو له ستونزو څخه پر دولت فشار وارد کړي څو پر موټر سايكلونو بنديز لرې شي.
نوموړي زياته كړه: (( وسله والو طالبانو لومړى عامو خلکو ته ګوتڅنډنه وکړه، که هرڅوک خپل شخصي موټر له کوره راوباسي دوى به یې ور وسوځوي.))
حاجي داود زياتوي: (( وسله والو له دولتي ادارو او مرکزونو څخه هم عام خلک بند کړل، خو كله چې د ژمي د یخنۍ په تېرېدو سره په زابل کې د زده کړو بهیر پیل شو، طالبانو د ښوونځیو دروازې هم د پخوا په څېر د زده کوونکو پرمخ وتړلې.))
حاجي محمد داود وایي، د شاجوى له ولسوالۍ څخه څو تنه قومي مشران او مخور د کوټې شورا ته ورغلل چې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړي، خو د كوټې شورا هم منفي ځواب ورکړ: (( د کوټې شورا نظامي کمسيون په ډېر وضاحت سره ویلي، که په زابل كې د دوی د جنګياليو پر موټرسایکلونه ګرځ بنديز لرې نه شي، دوى به د ښوونځیو پرانستلو ته اجازه ورنه کړو.))
د خدمتګار په حواله حاجي داود وایي، وسله والو طالبانو له دولت سره د زابل د پوهنې د بهیر پر سر معاملې ته سترګې نيولې، خو په عام ولس كې د دوى پر وړاندې كركه اوج ته رسېدلې ده.
پر دې سربېره وسله والو طالبانو په هېواد كې د ښوونځيو د سوځولو لړۍ پيل كړې چې تېره اوونۍ يې په بغلان ولايت كې هم يو ښوونځى سوځولى، خو پړه يې پر غاړه نه اخلي او د دې ترڅنګ يې په تازه پېښو كې په سرپل كې يو ښوونځى سوځولى دى.
په زابل کې طالبانو نه یوازې د دغه ولایت د شاجوى ولسوالۍ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي، بلکې د دغه ولایت په شينکۍ، نوبهار، شملزو او جلدک ولسوالیو کې یې هم په روان پوهنیز کال کې زده کوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته لاړ شي .
د شینکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي میرحمزه چې د ور پېښو ستونزو د حل لپاره د زابل مركز كلات ته راغلى، وايي چې د دوى په ولسوالۍ کې دومره ښوونځې فعال نه دي څومره يې چې دولت ادعا كوي: (( يوازې درې ښوونځي تېر کال فعال وو، خو د خلکو مینه له زده کړو سره دومره ډېره شوې وه چې د ښوونځيو د بېرته پرانستو پر مهال په كې د نويو زده كوونكو د جذب ظرفيت نه و، خو سږكال یو ځل بیا وسله والو طالبانو د شینکۍ خلکو ته خبر داری ورکړی چې ښوونځیو ته به خپل ماشومان نه لېږي.))
میرحمزه وایي: (( طالبانو هر کلي ته د زابل د وسله والو طالبانو د نظامي کمسيون په ټاپه خطونه لېږلي او ګواښ یې کړی که هرڅوک د دوى له امر څخه سرغړونه وکړي سخته سزا به ورکړي.))
د میرحمزه په خبره، له څو تنو مشرانو سره د زابل مرکز کلات ته د دې لپاره راغلى چې له چارواکو سره وویني چې چارواکي د دوى ستونزو ته حل موندلای شي او كه څنګه؟
میر حمزه وایي، که ځایي چارواکي د لیلیې امکانات ورته برابر کړي ډېر خلک چمتو دي چې خپل اولادونه د زده کړو لپاره د ولایت مرکز ته ولېږي.
د زابل د پوهنې رئيس رحیم الله لودین د خلکو د ستونزو په اړه وايي:((موږ هم د زابل د خلکو په دې ستونزه ډېر دردېږو، خو ستونزه زموږ له واکه وتلې ده.))
نوموړی وایي تېر کال یې هم د قومي مشرانو او دیني عالمانو په ډېرو هڅو په ځینو سیمو کې هغه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانستل چې کلونه کلونه په دغو سیمو کې د طالبانو له خوا تړل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


