داسې ښكاري چې د افغانستان د سولې په مسئله كې هر لورى خپلسرې هڅې او په خپله ګټه عمل كوي، په دې لړ كې په ۱۳۸۵كال د افغان دولت له لوري د سولې د ټينګښت كمسيون جوړول او بيا په ۱۳۸۹ كال د سولې عالي شورا رامنځته كول، په تېر ۱۳۹۱ کال د فرانسې د يو تحقيقاتي
داسې ښكاري چې د افغانستان د سولې په مسئله كې هر لورى خپلسرې هڅې او په خپله ګټه عمل كوي، په دې لړ كې په ۱۳۸۵كال د افغان دولت له لوري د سولې د ټينګښت كمسيون جوړول او بيا په ۱۳۸۹ كال د سولې عالي شورا رامنځته كول، په تېر ۱۳۹۱ کال د فرانسې د يو تحقيقاتي انسټيټيوټ لخوا د پاريس د غونډې رابلل، په لندن كې د پاكستان، برېټانيا او افغانستان د لوړپوړو چارواكو درې اړخيزه غونډه، كابل كې د جمهوري رياست لخوا ارګ ته څو ځله د حزب اسلامي د استازو رابلل، په استانبول كې د اسلامي همكاريو د علماو كنفرانس او تر ټولو مهم يې په قطر كې د طالبانو لپاره د امريكا لخوا د ځانګړي دفتر پرانستل د سولې په اړه هغه پاشلې هڅې وې چې كميت يې معلوم، مګر د فعاليت حاصل يې له دې دومره كشالې او حسابي عمليې وروسته منفي او صفر راووت، یعنې د سولې په برخه كې دوه ګامه پرمختګ هم ونه شو، بلكې په ځينو ارامو سيمو كې هم اوس د طالبانو فعاليتونو سر كړى.
په همدې لړ كې د افغانستان ولسي جرګه هم تازه له خوبه راپاڅېدلې او وايي چې د سولې عالي شورا جوړېدل یوه سیاسي پروژه ده. د ولسي جرګې ځېنې غړو د وري په ۳۱مه په خپله عمومي غونډه كې د سولې عالي شورا فعاليتونه سخت ورټل او ویې ویل چې دغې شورا د سولې په برخه كې يو ډېر بې خونده او بې تاثيره رول لوبولی دى.
د ولسي جرګې غړو د سولې شورا په هڅو د طالب بنديانو د خوشې كولو پروسه هم لانجمنه وبلله او د دې پروسې د ژر تر ژره درولو غوښتنه يې وكړه، دليل يې دا و چې زياتره خوشې شوي طالبان لا هم د سولې مېز ته د كېناستو په تكل كې نه دي، بلكې بېرته د خپلو ملګرو په صفونو كې ټوپك په اوږه درېږي او د دولت په مخالفت لاس پورې كوي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال میرویس یاسیني د مجلس په غونډه كې وويل چې د سولې شورا وسله والو سره د خبرو كولو وړتيا نه لري، بلكې د دوى فعاليتونه يوازې د وخت ضايع كول دي: (( دا پروسه بې پايلې او ناكامه ده.))
د ولسي جرګې بلې غړې شكريې باركزۍ بيا ويل چې د سولې شورا يوه سياسي پروژه ده او ټوله د ځينو سياسي كړيو واك ته پرېوتې ده: (( دا كومه ملي پروژه نه ده، بلكې يوه سياسي او د نورو په واك كې پروژه ده.))
خو لنډه دا چې په دغه ورځ ولسي جرګه له اوږدو بحثونو وروسته دې نتیجه ته ورسېده چې د جرګې له غړيو څخه د سولې د تحقق لپاره يو كمسيون رامنځته كړي، د دغه كمسيون دنده به دا وي چې لومړى د افغانستان د سولې روان بهير وڅېړي او بيا به د سولې لپاره يوه مناسبه تګلاره رامنځته كړي.
خو منتقدین بیا د ولسي جرګې په چوکاټ کې د سولې د نوي كمسيون جوړول هم بې ګټې بولي، ځکه د دوی په عقیده د سولې پاشلې هڅې طالبان نشي راجلبولای او که راجلب یې هم کړي، نو هیله نه کېږي چې تر ۲۰۱۴ مخته ته دې سوله وشي.
د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر روح الله امین همدا خبره کوي، نوموړی وايي چې ولسي جرګه ځانته د یوه نوي مصروفیت د پیدا کولو لټه کوي، ځکه یې نو د دغسې یوه کمسیون د جوړولو طرحه ښندلې ده: ((دوی اول د سولې بهیر څېړي او بیا تګلاره جوړوي او بیا به له طالبانو سره تماس نیسي او بیا به یې د مېز ترشا کینوي، ایا تاسې فکر کوئ چې په دغو کارونو به تر ۲۰۱۴ مخته سوله وشي؟ موږ خو ډېر ناهیلي شوي یو، دا پاشلې هڅې ډېرې بې ګټې دي.))
سیاسي څارونکی او د لغمان پوهنتون استاد ګل احمد محبت هم د سولې په رابطه پاشلو هڅو پر دغې پروسې بې باوره کړی دی. د نوموړي په عقیده د ډېرو ادارو او کمسیونونو رامنځه کول د وخت ضایع کول دي، خو په خبره یې که دغه هڅې منسجمې شي او د سولې همدغې موجوده شورا ته صلاحیتونه ورکړل شي، ستونزه حل کېدلی شي: (( د سولې شورا تر اوسه خوشې شوي طالبان له ځانه سره نه دي ملګري كړي، معنی دا چې هغوى به يا له ډاره طالبانو سره يو ځاى شوي وي او يا به د خبرو مېز ته د كېناستو په ترڅ كې د خپل ژوند تضمين نه لري او دا ډېره مهمه ده، كه طالب مشران خوشې كېږي، نو بايد د خوشې كولو ښې او بدې پايلې يې له اوله سنجول شوې وي، له دولت، امريكا او هغو طالبانو چې جګړه کوي ونه ډار شي، یعنې ټول اړخونه یې باید ژوند تضمین کړي او واک ورکړل شي.))
بل سیاسي کتونکی او لیکوال زمری توریال هم د سولې لپاره د ډېرو او بېلابېلو سرچینو رامنځته کول بې ګټې بولي، دا کارپوه وايي چې مقصد ته د رسېدو لپاره باید په یوې منبع توافق وشي: (( دا خو څه ټوكې نه دي چې امريكا د قطر دفتر پرانيزي، فرانسه د پاريس غونډه كوي او د سولې شورا ته څوك وار هم ور نه كړي، همدې شورا ته كه نړيوال ارزښت وركول شوى واى، طالبانو به هم پرې باور درلود چې اوس یې نه لري او جګړه ده.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

