په پاکستان کې د ټاکنيزو فعاليتونو د بهير تر څنګ د تاوتريخوالي لړۍ هم روانه ده. پرون د خېبر پښتونخوا ايالت په پېښور او کوهاټ سيمو کې ټاکنيز دفترونه د توندلارو د بمي بريدونو ښکار شول.
په پاکستان کې د ټاکنيزو فعاليتونو د بهير تر څنګ د تاوتريخوالي لړۍ هم روانه ده.
پرون د خېبر پښتونخوا ايالت په پېښور او کوهاټ سيمو کې ټاکنيز دفترونه د توندلارو د بمي بريدونو ښکار شول.
رپوټونه وايي، چې په دې بريدونو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
دواړه په نښه شوي ټاکنيز دفترونه د پاکستان په ټاکنو کې له قبايلي سيمو نه د خپلواکو کانديدانو اړوند وو.
د پاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان رسنيو ته په يوه لېږل شوي پيغام کې د دې بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى.
په خېبر پښتونخوا ايالت کې د ټاکنيز کمپاين له پيل راهيسې د کانديدانو د دفترونو، لاريونونو او غونډو په نښه کولو لړۍ روانه ده.
د روانې ميلادي مياشتې لومړيو کې پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پر يوه غونډه بريد بريد كې ۱۷ تنه ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

