د پېښور ښار په نني ځانمرګي بريد کې د سولې د عالي شورا د غړي قاضي امين وقاد د کورنۍ دوه غړي هم وژل شوي دي. د پوليسو په وينا، دا ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا نهه بجې د يونيورسټي روډ سيمې د بس يوه تم ځاى ته څېرمه د پوليسو پر يوه موټر وشو.
د پېښور ښار په نني ځانمرګي بريد کې د سولې د عالي شورا د غړي قاضي امين وقاد د کورنۍ دوه غړي هم وژل شوي دي.
د پوليسو په وينا، دا ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا نهه بجې د يونيورسټي روډ سيمې د بس يوه تم ځاى ته څېرمه د پوليسو پر يوه موټر وشو.
ځايي امنيتي چارواکي وايي، په دې ځانمرګي بريد کې، چې د يوه موټرسايکل په وسيله ترسره شو، اته تنه وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي.
پېښور کې افغان کونسل سيد محمد ابراهيم خېل بي بي سي ته ويلي، چې په بريد کې د افغان کونسلګرۍ دوه کارکوونکي هم وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، د وژل شويو يو تن قاري هلال نومېږي او د سولې د عالي شورا د غړي قاضي محمد امين وقاد زوى او بل د قاري هلال اوښى دى.
د بريد مسووليت تر اوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

