د كندوز ولايت د خان اباد اوسېدونكي شكايت كوي چې د ځينو نامسووله وسله والو ډلو له ربړونو او ځورولو نور پوزې ته راغلي دي. د خان اباد اوسېدونكي وايي، دغه ډلې نه له كورنيو چارو وزارت سره د سيمه ييزو پوليسو په تشكيل كې ځاى لري او نه هم د وسلو د ګرځولو جواز لري،
د كندوز ولايت د خان اباد اوسېدونكي شكايت كوي چې د ځينو نامسووله وسله والو ډلو له ربړونو او ځورولو نور پوزې ته راغلي دي.
د خان اباد اوسېدونكي وايي، دغه ډلې نه له كورنيو چارو وزارت سره د سيمه ييزو پوليسو په تشكيل كې ځاى لري او نه هم د وسلو د ګرځولو جواز لري، خو د دوى لخوا وژنو، ډبونو، په رڼا ورځ غلاوو او خپلسرو كړنو ولسي خلك له سيمې څخه كډو كولو ته اړ كړي دي.
د خان اباد ولسوالۍ د ويران كلي اوسېدونكى ۲۲ كلن غلام رضا چې د همدغسې يوې وسله والې ډلې لخوا بې ځايه ځورول شوى، وايي څو ورځې وړاندې د ولسوالۍ له بازار څخه كور ته روان و چې د ټوپكيانو يو قومندان يې له خپلو شلو كسانو سره مخه ونيوله: (( د دې وسله والو دې کور وران شي، تاسو زما دا پښه وګورئ چې دې ظالمانو پرې ټپي كړى يم.))
نوموړى زياتوي: (( همدغو وسله والو د همدې خان اباد په لاره څه موده وړاندې د موټرو سورلۍ هم لوټلې وه، د دولت نه مې خواست دى چې د خداى په خاطر موږ له دغو ټوپكيانو وژغورئ.))
د كندوز ولايت د امنيه قومندانۍ په انګړ كې يوې سپين سرې مور بيا د همدغو نويو راپيدا شويو وسله والو په ډله كې د خپل زوى د وژونكو پيدا كولو او د جزا غوښتنه كوله.
سره له دې چې نوموړې كليد اوونيزې ته خپل نوم ونه ښوده، خو په ژړغوني غږ يې له دولته غوښتنه وكړه چې د زوى قاتلان يې په سزا ورسوي: (( زما ځوان زلمى زوى يې وواژه، هېڅوك نه لرم زما عرض دې خداى واخلي.))
د قومندانۍ په انګړ كې يوې بلې مېرمنې هم د نوم له اخستلو ډډه كوله، خو له كليد سره يې په خبرو كې ويل چې د يو ورور بچيان يې د همدغو ټوپكيانو له لاسه يتيمان شول: (( د قومندان كسان په كور راننوتل، ورور يې راته مړ كړ او د حكومت له راتلو مخكې يې له ځايه پښې سپكې كړې.))
بلخوا د كندوز سيمه ييز چارواكي هم دا مني چې په دغه ولايت كې د نامسووله وسله والو ډلو شمېر زيات شوى او د خلكو ژوند يې ورتريخ كړى دى، خو د دوى په خبره، د دغو ډلو د بې وسلې كولو لپاره يې عمليات پيل كړي او ډېر ژر به خلك د دوی له شر څخه وژغوري.
د کندوز امنیه قوماندانۍ وايي چې د خان اباد ولسوالۍ په ويران کلي کې يې یو شمېر هغه نامسوول وسله وال نيولي هم دي چې په وژنو، غلاوو او لار شكونو تورن وو.
د ياد ولايت د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزی مدیر سمونوال ویس الدین تلاش وايي د دغو كسانو په ډله كې قومندان عبدالمتين ((چې په متينك مشهور و))هم نيول شوى او دا مهال د وژنو او ولسي وګړو د ځورولو په تور د ولايت په څارنوالۍ كې تر پوښتنو، ګروېږنو لاندې دى.
يادې سرچينې همداراز وويل: (( جنايي جرمونه ډېر زيات شوي، خو موږ يې د مخنيوي لپاره تر خپلې وسې هڅه كوو، يو تن پوليس افسر د الكولي مشروباتو په قاچاقو تورن و، ومو نيوه خو بېرته له نظارت خونې څخه تښتېدلى و، يو كال پس مو بيا دا دى راپيدا كړ، ډېر ژر به نور تورن كسان هم ونيسو.))
دغه راز د کندوز امنیه قوماندانۍ د امنیت امرسمونوال عبادالله تلوار هم د مجرمينو په نيولو كې د پوليسو د زياتو لاسته راوړنو خبره كوي، خو په خبره يې كله چې نيول شوى خطرناك مجرم عدلي او قضايي ادارو ته سپاري، نو هلته د شته فساد له مخې بېرته خوشې كېږي، نوموړي كليد ته وويل: (( اوس مو متينك هم نيولى دى، دى په ډېرو وژنو تورن دى، زما له قضايي ادارو څخه غوښتنه ده چې له ثبوتونو سره نيول شوي دا ډول خطرناك مجرمين په سزا ورسوي، تر څو قانون مساوي پلى شي او پوليس هم په خپلو فعاليتونو ډاډ تر لاسه كړي.))
په كندوز كې د نامسووله وسله والو ډلو د زياتېدو خبرې په داسې حال كې كېږي چې تر اوسه لا په خان اباد ولسوالۍ كې له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه هم نه ده عملي شوې، ځايي خلك د سيمې د امنيتي وضعيت په اړه ژوره اندېښنه ښيي او وايي دوه اوونۍ وړاندې په همدې ولايت كې د سولې شورا غړى ميرزا علي تڼى هم د څو موټر سپرو لخوا د تومانچې په ډزو په رڼا ورځ ووژل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

