ads

جمهوررئيس کرزی نن له فنلنډ سره ستراتيژيك تړون لاسليكوي

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د فنلنډ له جمهوررئيس سوالي نينيستو سره تر كتنې وروسته د د غه هېواد له لومړي وزير جياركي كتينن سره د اوږد مهاله ستراتيژيكو همكاريو تړون لاسليك كړي. ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د فنلنډ له جمهوررئيس سوالي نينيستو سره تر كتنې وروسته د د غه […]

نویسنده: TKG
9 غویی 1392
جمهوررئيس کرزی نن له فنلنډ سره ستراتيژيك تړون لاسليكوي

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د فنلنډ له جمهوررئيس سوالي نينيستو سره تر كتنې وروسته د د غه هېواد له لومړي وزير جياركي كتينن سره د اوږد مهاله ستراتيژيكو همكاريو تړون لاسليك كړي.

ټاكل شوې، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د فنلنډ له جمهوررئيس سوالي نينيستو سره تر كتنې وروسته د د غه هېواد له لومړي وزير جياركي كتينن سره د اوږد مهاله ستراتيژيكو همكاريو تړون لاسليك كړي.

جمهوررئيس حامد کرزى له دوو اروپايي هېوادونو فنلنډ او ډنمارک سره د اوږدمهاله ستراتيژيكو همكاريو د تړونونو د لاسليکولو لپاره پرون غرمه درېيو اروپايي هېوادونو ته خپل سفر پيل کړ.

جمهوررئيس حامد كرزى به ددې سفر په لړ کې له استونيا څخه هم کتنه وکړي.

د جمهوررئيس د وياند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهوررئيس كرزى به لومړى فنلنډ، ورپسې به د دوه اړخيزو اړيكو پر سر د خبرو لپاره استونيا او تر هغه وروسته به د ډنمارك په لور وخوځېږي.

افغانستان تېر کال د بريتانيا، فرانسې، جرمني او ايټاليا په ګډون له يو شمېر نورو هېوادونو سره هم د اوږدمهاله همکاريو تړونونه لاسليک کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA