د پاكستان په كراچۍ ښار كې تېره شپه د عوامي نېشنل ګوند پر يوه کانديد بمي چاودنې لږ تر لږه يوولس تنه وژلي او ۴۵ نور يې ټپيان كړي دي. چاودنه د شپې شاوخوا نهه نيمې بجې د کراچۍ ښار په بسم الله کالونۍ کې رامنځته شوې.
د پاكستان په كراچۍ ښار كې تېره شپه د عوامي نېشنل ګوند پر يوه کانديد بمي چاودنې لږ تر لږه يوولس تنه وژلي او ۴۵ نور يې ټپيان كړي دي.
چاودنه د شپې شاوخوا نهه نيمې بجې د کراچۍ ښار په بسم الله کالونۍ کې رامنځته شوې.
بشيرجان، چې له دغې سيمې د سند ايالتي اسامبلۍ ته کانديد دى، د ټاكنيز کمپاين په لړ کې په يوه غونډه کې د ګډون لپاره بسم الله کالونۍ ته تللى و، چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.
د رپوټونو له مخې، بشير جان له دې چاودنې روغ وتلى، خو ګوندي ملګرو ته يې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښې مسووليت پاكستاني طالبانو پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې د پيپلز ګوند، متحده قومي غورځنګ او عوامي نېشنل ګوند کانديدان او مشران به په ارامه پرېنږدي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


