ads

پاکستان کې په اعدام محکوم شوى هندي جاسوس ټپي شو

په پاكستان كې هغه هندى جاسوس، چې په اعدام محکوم شوى، هغه مهال سخت ټپي شو، چې په لاهور ښار کې پرې بريد وشو. د لاهور د زندانونو ايالتي مشر فاروق نظير رسنيو ته ويلي، سربجيت سنګ Sarabjit Singh پرون هغه مهال، چې دوو نورو زندانيانو په “کوټ لک پت”   په پاكستان كې هغه هندى […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1392
پاکستان کې په اعدام محکوم شوى هندي جاسوس ټپي شو

په پاكستان كې هغه هندى جاسوس، چې په اعدام محکوم شوى، هغه مهال سخت ټپي شو، چې په لاهور ښار کې پرې بريد وشو. د لاهور د زندانونو ايالتي مشر فاروق نظير رسنيو ته ويلي، سربجيت سنګ Sarabjit Singh پرون هغه مهال، چې دوو نورو زندانيانو په “کوټ لک پت”

 

په پاكستان كې هغه هندى جاسوس، چې په اعدام محکوم شوى، هغه مهال سخت ټپي شو، چې په لاهور ښار کې پرې بريد وشو.

د لاهور د زندانونو ايالتي مشر فاروق نظير رسنيو ته ويلي، سربجيت سنګ Sarabjit Singh پرون هغه مهال، چې دوو نورو زندانيانو په “کوټ لک پت” زندان کې د خښتو او تېغونو ګوزارونه پرې وکړل، په ککره سخت ټپي شو.

د نظير په وينا، نوموړى يې د درملنې لپاره روغتون ته استولى دى.

سربجيت سنګ په لاهور او فيصل آباد ښارونو کې د ۱۹۹۰ کال د بمي بريدونو په يوه لړۍ کې، چې څوارلس تنه يې ووژل، د لاس لرلو په تور ونيول شو او په ۱۹۹۱ کال کې په اعدام محکوم شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA