ads

كوبلر: مذهبي او سياسي مشران دې د کرارۍ د راوستلو لپاره ګامونه واخلي

په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي مارټين كوبلر خبردارى ورکړى، چې د تاوتريخوالي له هغې څپې وروسته، چې له تېرې سې شنبې راهيسې په کې څه باندې ۱۵۰ تنه ووژل شول، عراق په يوې څلور لارې کې دى. په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي مارټين كوبلر خبردارى ورکړى، چې د تاوتريخوالي له هغې […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1392
كوبلر: مذهبي او سياسي مشران دې د کرارۍ د راوستلو لپاره ګامونه واخلي

په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي مارټين كوبلر خبردارى ورکړى، چې د تاوتريخوالي له هغې څپې وروسته، چې له تېرې سې شنبې راهيسې په کې څه باندې ۱۵۰ تنه ووژل شول، عراق په يوې څلور لارې کې دى.

په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي مارټين كوبلر خبردارى ورکړى، چې د تاوتريخوالي له هغې څپې وروسته، چې له تېرې سې شنبې راهيسې په کې څه باندې ۱۵۰ تنه ووژل شول، عراق په يوې څلور لارې کې دى.

نوموړي د عراق پر مذهبي او سياسي مشرانو غږ وکړ، چې په عاجله توګه د کرارۍ د راوستلو لپاره ګامونه واخلي.

په عراق کې اوسنۍ نښتې په ۲۰۱۱ کال کې له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته تر ټولو ناوړه دي او دا وېره يې ډېره کړې، چې د سنيانو او شيعه ګانو په مشرۍ حکومت ترمنځ پراخ قومي کړکېچ رامنځ ته شي.

تاوتريخوالى د تېرې سې شنبې په ورځ وروسته له هغه رامنځته شو، چې حکومتي ځواکونو په هواجا ښار ګوټي کې چې اکثره اوسېدونکي يې سنيان دي، لاريون خور كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA