ads

د الماتا د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د مرستو د دوام پخلى وكړ

د خوندي او امن افغانستان لپاره د سيمه ييزې همکارۍ او امنيت په اړه د استانبول د پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيم کنفرانس برخوالو پرون د الماتا اعلاميه لاسليک کړه. د خوندي او امن افغانستان لپاره د سيمه ييزې همکارۍ او امنيت په اړه د استانبول د پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو د […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1392
د الماتا د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د مرستو د دوام پخلى وكړ

د خوندي او امن افغانستان لپاره د سيمه ييزې همکارۍ او امنيت په اړه د استانبول د پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيم کنفرانس برخوالو پرون د الماتا اعلاميه لاسليک کړه.

د خوندي او امن افغانستان لپاره د سيمه ييزې همکارۍ او امنيت په اړه د استانبول د پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيم کنفرانس برخوالو پرون د الماتا اعلاميه لاسليک کړه.

د افغانستان په اړه د استانبول د پروسې په نوم د وزيرانو غونډه تېره ورځ د قزاقستان په تجارتي مرکز الماتا کې جوړه شوه.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير ايرلان ادريس اوف د غونډې په پاى کې خبريالانو ته وويل، د کنفرانس برخوالو د دې پخلى وکړ، چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو مخکې او وروسته له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وينا، د دغه کنفرانس تر څنګ تر پنځوسو زياتې دوه اړخيزې غونډې او ملاقاتونه وشول او د افغانستان او سعودي عربستان استازو په خپل منځ کې د دوه اړخيزو همکاريو موافقه لاسليک کړه.

د قزاقستان جمهوررئيس نورسلطان نظر بايف ټينګار وکړ، چې د منځنۍ اسيا په اقتصادي همکاريو کې به د افغانستان د ورګډولو لپاره لا فعال رول ادا کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA